۸صبح، کابل: ځايي سرچينې وايي چې په هلمند کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله درې ماشومان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه شنبهسهار د وري پر ۴مه د ګرمسېر ولسوالۍ په «پارچوی» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو له بهره ناچاوده توکي خپل کور ته لېږدولي او لوبې یې پرې کړې دي.
د دغې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
په تېرو څو لسيزو کې د کورنيو او چريکي جګړو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې زرګونه بمونه ښخ شوي او بېلابېلو سيمو کې په زياته کچه ناچاوده توکي پاتې شوي دي.
د بمونو اېښودل او همداراز په کور دننه د لاسي بمونو کارول په تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې اصلي اړخ په توګه د طالبانو یو له مهمو جنګي تخنیکونو څخه ګڼل کېږي.
طالب چارواکو واک ته له راستنېدو وروسته، د بمونو اېښودلو لپاره ان د خپلو کسانو ستاینه کړې او دا یې د خپلو جنګیالیو د درناوي وړ مهارت بللی دی.