۸صبح، بغلان: په بغلان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاوده هاوان مرمۍ د چاودېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي او اووه نور بیا ژوبل دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني چهارشنبه د مرغومي پر ۲۷مه ویلي چې دا پېښه د بغلان ولسوالۍ په «کهنهقلعه» کلي کې شوې ده.
د برهاني په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو غوښتل دا ناچاوده مرمۍ پر یوه «آهنګر» وپلوري.
د دې پېښې ټول قربانیان ماشومان ښوول شوې دي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له جګړو پاتې وسلې او ماینونو تل د ماشومانو ژوند ګواښلی دی.
د وروستیو راپورونو په حواله، د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومټره مربع خاوره پر ماینونو او ناچاوده وسلو ککړه ده.
د سره صلیب کمېټې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تېر میلادي کال ۸۸۵ کسان د ناچاوده ماینونو او مرمیو د چاودېدو له کبله مړه یا ټپيان شوې دي.
له دې ډلې ۹۷ سلنه ملکیان او په ټوله کې ۵۶ سلنه یې ماشومان دي چې په افغانستان کې د ۴۵۰ ناچاوده مرمیو یا ماینونو د چاودېدو له کبله مړه یا ټپيان شوې دي.