۸صبح، کابل: امنیتي سرچینې د اعصابو د جراح احمد فواد پیرزاد د تښتولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
باختر خبري اژانس نن جمعه د سلواغې پر ۲۲ ویلي، دغه کسان چې د ډاکتر پیرزاد له تښتولو وروسته فراه ولایت ته تښتېدلي وو، نیول شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دوه کسان یې د پلټنو لپاره کابل ته راوړل شوي دي.
د اعصابو جراج احمد فواد پیرزاد تېره اوونۍ د کابل له شېرشاه مېنې تښتول شوی و.
هغه مهال عیني شاهدانو ویلي وو، چې سړي تښتوونکو پوځي جامې اغوستې وې او د امنیتي ځواکونو په موټرو کې سپاره وو.