۸صبح، کابل: د اعصابو د جراح احمد فواد پیرزاد د کورنۍ یو غړی تاییدوي، چې هغه له دوو اوونیو وروسته د سړي تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
د احمد فواد پیرزاد یوه ملګري همایون توحید، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ښاغلی پیرزاد شنبه د سلواغې پر ۳۰ ازاد شوی او خپل کور ته ستون شوی دی.
خو توحید د هغه د خلاصون او روغتیا په اړه نور جزیات نه دی ورکړي.
له بلې خوا د استخباراتو اداره هم تاییدوي، چې د اعصابو دغه جراح ازاد شوی دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
احمد فواد پیرزاد د سلواغې پر ۱۴ د کابل له شېرشاه مېنې څخه د وسله والو له خوا چې پوځي جامې یې اغوستې وې، وتښتول شو.
له دې پېښې وروسته امنیتي سرچینو وویل، چې د اعصابو د دغه جراح د تښتولو په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې، په هېواد کې د سړي تښتونې او غلاوو کچه زیاته شوې او هېوادوال یې اندېښمن کړي دي.