د امریکا د ایووا ایالت پولیسو ویلي، چې په دغه ایالت کې یوه سړی دوې ښځې په ډزو وژلې او وروسته یې ځانوژنه کړې ده.
دغه پېښه پنجشنبه د جون پر ۲ په ایووا ایالت کې د یوې کلیسا په پارکېنګ کې شوې ده.
د سیمې د پولیسو مرستیال نیکولاس لني ویلي، چې دغه پېښه د ایمز ښار په ختیځ کارنر سټون (Cornerstone) کلیسا په انګړ کې داسې حال کې شوې، چې په دې کلیسا کې یو پروګرام روان و.
دغه برید داسې مهال شوی، چې لږ مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغه هېواد کې د وروستیو ډزو او د وسلو له امله د تاوتریخوالو په اړه خبرې کړې دي.
په دې وروستیو اوونیو کې د نیویارک په بفلوی، د تکزاس په یووالدا او د اوکلاهاما په تولسا ښارونو کې ورته پېښې شوې او لسګونه تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي.