۸صبح، هرات: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت د اوبو رسولو ادارې د کارکوونکو پر موټر د وسله والو له خوا د برید خبر ورکوي.
سرچينې له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې دا پېښه نن چهارشنبه د (کب ١٧مه) د هرات ښار د (لالازار) تالار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د هرات د اوبو رسولو ادارې مشر (محمدداوود کاکړ) په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
تر دې مخکې په هرات ښار کې، د الفاروق قول اردو کارکوونکي هم د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شوي ول. د داعش خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت منلی.