۸صبح، ارزګان: په ارزګان کې سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
دا پېښه پنجشنبه د وري پر ۱۶مه له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ بجې د چهارچينو ولسوالۍ د «تګاب» په نوم يو روغتيايي مرکز کې رامنځته شوې ده.
په یاد روغتيايي مرکز کې د ډاکټرانو د کار مودې د غځېدو پر سر وروسته له هغې نښته رامنځته شوې چې د دغې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د روغتون د روغتيايي پرسونل د بدلېدو غوښتنه کړې وه.
د دواړو لورو ترمنځ له جګړې وروسته هغه کس چې د دې روغتون ودانۍ یې طالبانو ته په کرایه ورکړې او ساتونکی یې هم و، پر خلکو ډزې کړې دي.
په ارزګان کې طالبانو هم دا پېښه منلې او د تورن کس د نيولو خبر یې ورکړی.
د روژې په میاشت کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي.
جمعه د وري پر ۳مه هم د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د تراویح لمونځ پرمهال، دوو پلرونو د خپلو ماشومانو پر سر شخړه وکړه چې له کبله یې یو کس ووژل شو.