۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یو غړي درېیو زامنو په مرموز ډول ساه ورکړې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د هرات اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو د یو غړي سېد محمد زامن چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه شپه مهال د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې په خپل کور کې په مرموز ډول مړه شوي دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دغو هلکانو عمرونه شپږ، ۱۰ او ۱۴ کاله و.
سرچینې وايي، د دې پېښې لامل ښايي «خوراکي مسمومیت» وي.
تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په هرات کې ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.