۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې ځايي سرچینې وایي، چې د وسله والو په برید کې دوه طالب جنګيالي وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د کب په ٢٤مه، د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې شوې ده.
په همدې حال کې د مقاومت د جبهې يوې سرچينې ادعا کړې چې دغه وسله وال طالبان د دغې جبهې د غړو په بريد کې وژل شوي دي. د سرچينې په وينا، د وژل شويو طالبانو دوه ميله وسلې او دوه مخابرې هم د مقاومت د جبهې لاس ته ورغلې دي.
بل خوا، په فاریاب کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو یو ځايي قوماندان د خپل زوی په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، دغه طالب قوماندان چې ګل احمد نومېده، د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يو له مشهورو طالبانو و.
ګل احمد د خپل زوی د ناڅاپه ډزو په پایله کې هغه مهال ووژل شو چې زوی يې د ده له وسلې سره لوبې کولې.
طالبانو د دغه قوماندان وژل کېدل تاييد کړي دي. خو تر اوسه يې د جوزجان د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې پر شپه هم د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د مقاومت د جبهې له ځواکونو سره په نښته کې ۸ طالبان ووژل شول.