هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
توره ده
سپینه ده،
د ژوند له رنګارنګې ښکلا کرکه لري
د ماشومانو له خندا څخه یې زړه ترک چوي
او د شیشکو پرتوګاښ یې دی له سر تاو کړی
هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
یو وروست کتاب یې دی تر څنګ نیولی
له هرې کرښې یې د ښځو وینې دارې وهي
غبرګو لاسو کې یې دوه تورې دي او ژبې ریبي
هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
د اوښبنو د کوډو تور منقل یې غاړه کې پروت
په کې افیون دي د زړو اسطورو
لوګي یې خیژي او عقلونه لوټي
چېرته چې دود د دې افیونو تللی
د پوهې زړی بیا شین شوی نه دی
چېرته چې دود د دې افیونو تللی
هلته ټول خلک لاس کې تورې او چړې ګرځوي
که بل څوک نه وي،
له بربنډو ماشومانو نه مرۍ پرې کوي،
چېرته چې دود د دې افیونو تللی
هلته د غرو لمنې تشې دي له کاڼو څخه
سنګسار
سنګسار
سنګسار.
هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
نه مردازمای دی، نه شیشکه، نه کوډګره بوډۍ
یوه یې سترګه ده ، خو نه دی د زړو کیسو یو سترګی د دیوانو پاچا
چېرته د غیبو خزانې دي او کیلۍ یې رالویدلي د شیطان لمن کې
دغه بلا ده د شیطان له چپ تخرګ نه پیدا
هاغه ده وینم یې راځي او له منقل نه یې دودونه د افیونو خیژي
پر لار یې ټولو نه عقلونه وړي
تورې و چړې یې په لاسو ورکړي
او د شیطان له خزانو څخه هرچا ته لپه لپه سرې سکروټې ویشي
خلک افیونو باندې مست دي ژر ژر خولو ته ننباسي د شیطان سکروټې
هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
د ازادۍ له نامه کرکه لري
او د افیونو بوی وهلي جام کې وینې د ښکلا غواړي
هغه بلا،
چې راروانه ده
او
زه یې وینم
های! های!
لوګي وهلي ولې زما په ژبه نه پوهیږي؟
زه بلا وینم
چې په چیغو او نارو ستړی یم
زه د بلا راتلو ته نه ژاړمه
زه د افیونو دودوهلیو ته
د غم پر زنګون خوب وړی یم.
۲۰۲۳/ ۲/ ۹
ل- ف