د مشروعیت، رسمیت پېژندلو او نورو مرستو لپاره نړيوالو ته د کچکول نيولو په پرتله په کور دننه سمون ته لاره جوړول په مراتبو ښه او له درنښته ډکه کړنلاره ده. څومره به ښه واى چې بهرنيانو ته د ډاډ ورکولو، د هغوى د هڅولو او د نورو ژمنو پرځاى موږ له خپلو ولسونو سره ناست واى د هغوى له خولې مو د هغوى ستونزې، هيلې او غوښتنې اورېدلې واى. د هغوى باور مو تر لاسه کړى او هغوى ته مو په حکومتولۍ کې د ګډون فرصتونه برابر کړي او نړۍ ته مو ښودلې واى چې نه يوازې په ژمنو عمل کول مو زده دي، بلکې د خپل ولس د سوکاله ژوند او تېرو حکومتونو د فساد له امله د هغوى د ټپونو درملنه هم کولاى شو.
د ملي ګټو په اډانه کې د نزاکتونو، حساسیتونو او سیاليو په پام کې نیولو سره دَ ملي ګټو پربنسټ ولاړې متوازنې نړيوالې اړيکي رغول، خپلواک عدالتي نظام او مقننه ځواک رامنځته کول، له جګړه مارو، د فساد او غصب له بنسټګرو پرته ټولګډونه حکومت جوړول، د زور له لارې د واک ترلاسه کولو د مخنیوي منل شوې قانوني تګلارې جوړول، له نړۍ او ولس سره په شويو ژمنو عمل کول او پر حکومتي دندو د وړ کسانو ګمارل ټولې هغه اړتیاوې دي چې نړيواله ټولنه يې د خبرو پر مهال زموږ مخته بیانوي، خو موږ يې د درک هڅه نه کوو.
د زده کړو حق
نه يوازې د ملګرو ملتونو د منشور، نړيوالو ژمنو او تړونونو له مخې زده کړې د هرانسان حق او د واکمنې ډلې مکلفیت دى بلکې په اسلام کې هم زده کړه د هر انسان مکلفیت دى او انسان د علم له امله پر نورو مخلوقاتو غوره ګڼل شوى دى. د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړلو څه د پاسه څلور سوه ورځې تېرېږي خو لاهم دغه ستونزه نه يوازې حل نشوه، بلکې د اواري لپاره يې په عمل کې د هېڅ ډول هڅې نه لیدل کېږي او مشران په دغه برخه کې په پرېکنده توګه له هر ډول او هر اړخ له اصولو، قوانینو او نورمونو سره په ټکر کې دریځ خپلولو له امله نه يوازې په نړيواله کچه بلکې په اسلامي نړۍ کې هم پړه ګڼل کېږي.
د بيان د ازادي حق
د بیان ازادي يقيناً ډېره مهمه اسلامي او نړيواله غوښتنه ده، اسلام د بيان ازادي زندۍ کول قطعاً نه مني. د رسول الله ص او د راشدينو خلفاوو د حکومتونو د دورې ښه شاليد لري. د بيان ازادي سلبول د ملوکيت د دورو درباري ميراث دى. البته هېڅوک نشي کولاى څوک مجبور کړي چې ورڅخه تقليد وکړي. په لوېديځ کلتور کې د بيان د ازادۍ حق په خپل ذات کې د اسلام او هلته مېشتو لږکیو لپاره د توپير او تناقضاتو ټولګه ده. د قوانینو له شتون سره سره، توکمیز توپیر، مذهب ته سپکاوی، د اسلام ستر پيغمبر ته بد ويل د فرصت په توګه تر ټولو خطرناکه، پاروونکې او وژونکې وسله ګرځېدلې. د لوېدیځې ټولنې تر بیرغ لاندې د بیان دغه ډول ازادۍ ته اسلام پوهان د یوې منظمې تبلیغاتي جګړې په سترګه ګوري.
زموږ سياسي مشران باید فکر وکړي د معلوماتي تکنالوژۍ د پرمختګونو په اوسني پېر کې چې پر رسنیو د سانسور او بنديز لګول ناشونى کار دى، نو ځکه د دين له اساساتو سره سم او نورو خلکو ته له ښکاره سپکاوي پرته د بيان ازادۍ حق له خورا اړينو حکومتي دندو څخه ګڼل کېږي. که موږ واقعاً غواړو د لوېدیځ د تبلیغاتي توپان مخه ونيسو نو عقایدو او شخصي حريمونو ته له سپکاوي پرته به د بيان ازادي خوندي کوو.
اساسي قانون
د هر هېواد او ولس لپاره اساسي قانون تر ټولو مهم حقوقي سند او د نورو فرعي قوانینو سرچینه ګڼل کېږي. اساسي قانون په ټولیزه توګه د دولت او ټولنې او همدغه ډول د دولت او نورو هېوادونو تر منځ د اړيکو څرنګوالی، د اړيکو په رغولو او پاللو کې د سیالیو رعايت او انډول ساتل او له ولس سره د چلند څرنګوالى تنظیموي. اساسي قانون ټولنه د تحجر له تياره دورې څخه د تمدن روښانه عصر ته راباسي. اساسي قانون د واکمنې ډلې واکونه محدودوي او د حکومتولۍ لپاره چوکاټ جوړوي.
د اسلام په تاریخ کې لومړنی قانون چې د مسلمانانو او غیرمسلمانو ترمنځ اړیکې تنظیموي، د رسول الله ص د هجرت په لومړیو وختونو کې لیکل شوی او د مدینې تړون په نوم يادېږي. په دغه قانون کې په اسلامي ټولنه کې د غیر مسلمو اتباعو حقونه د مسلمانانو له حقونو سره سم په رسمیت پیژندل شوي، غير مسلمانو ته مذهبي او قانوني ازادي ورکړل شوې ده. د ټولنې سیاسي مشري د بېلابېلو قومونو او مذهبي ډلو د هوکړې پر بنسټ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اوږو وه، خو په شخصي قانون کې له هرې مذهبي ډلې سره د خپلو ديني قوانینو پر بنسټ تعامل کېده.
انساني حقونو ته درنښت
د ملګرو ملتونو له منشور او د بشري حقونو له اعلامیو څخه ورهاخوا څوارلس سوه کاله پخوا اسلام انسان ته د عزت او کرامت ورکولو، لوړولو او ساتلو دين ګڼل شوى. انسان يې په ځمکه کې د خدای خليفه ياد کړى او د انسان د نائبیت د ښه ماموریت بشپړولو لپاره يې ځای او اسانتیا رامنځته کړې ده. متعال رب کله چې حضرت ادم عليه السلام پيدا کړ نو لومړى يې زده کړه ورکړه او بيا يې خپل سپېڅلي مخلوق پريښتو ته امر وکړ چې ورته د درنښت مراتب وړاندې کړي. له جنس، رنګ، نسل، قوم او عقيدې پرته نفس بني ادم د متعال رب لخوا معزز ګڼل شوى دى.
د حکومتولۍ مشروعیت
د سیاسي علومو په کتابونو کې په ملي او نړیواله کچه په يوه هېواد باندي د يوې ډلې د واکمني منلو، له واکمنې ډلې د ولس څرګند رضايت او د نړيوالو مکلفیتونو د ادا کولو په برخه کې د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کولو ته مشروعیت ويل کېږي. په ډيرى مواردو کې نړيوال مشروعیت د کورني مشروعیت پربنسټ رامنځته کېږي خو د زور کارولو له لارې د واک له سمبالولو وروسته د نړيوالو مسئوليتونو د ادا کولو په برخه کې د نوي رژيم وړتیاو باندي د نړيوالو باور ته د نړيوال مشروعیت اصطلاح کارول کېږي. لنډه دا چې له نړيوال مشروعیته کورنى مشروعیت مهم او اړين دى، خو موږ بالعکس فکر کوو.
په حکومتولۍ کې د ولسونو د ښکیلتیا لپاره د خلکو په اړتیاوو پوهيدل اړين دی. د خلکو مشارکت او يا هم په حکومت کې ولس ته برخه ورکول. دا د بېلابېلو پرګنو، مختلفو ګټو، مهارتونو، اړتیاوو او هیلو په برخه کې تفکیک او توپير پيژندلو ته هم اړتیا لري چې د ټولنې تجربې او تخصص کارول، د خلکو د فکر او کاري وړتیا لوړول، سرچینو ته متوارن لاسرسى او د زیان منونکو پرګنو د ځواکمن کولو په هڅو باندي تمرکز کوي.
د حکومت او ولس ترمنځ دوه اړخیز پياوړى تړون رامنځته کول د حکومتولی اړين شاخص دى. که تاسو په ټولنه کې ځان د یوه سیاستوال په توګه راڅرګندوئ، نو تاسو منئ چې د ملت مور او پلار ياست. له تاسو به ځينې اولادونه غوښتنې، ګيلې او کرکه وکړي، نور به درسره مینه ولري، خو دا هغه څه دي چې تاسو د مور او پلار په توګه د اولادونو حق منلی دى. خو ولس هم باید خپله ونډه ترسره کړي. هغه دا چې د مور او پلار واکمني منل دى. – دا د واکمن او خلکو ترمنځ مشارکت دى، دا دوه اړخیزه اړیکه ده.
په پريکړو کې د ولس غوښتنې په نظر کې نیول، عدالت رامنځته کول، د مړو هيلو بيا را ژوندي کول د مشروعیت لپاره مهم فکټونه ګڼلاى شو. په نظام کې د لویو پرېکړو په کولو او تګلارو په جوړولو کې د ولسونو د هيلو او غوښتنو په پام کې نيول د مشروعیت تضمین ګڼل کېږي. د حکومت په لوړو پوستونو باندي د ناستو سیاسي مشرانو کړنو ته په کتو، ولس ته د لمړنيو خدماتو چمتو کولو له لارې باور رامنځته کېږي.
لنډه دا چې د کورني مشروعیت لپاره د لويې جرګې او يا هم ټولپوښتنې په پايله کې منل شوى اساسي قانون د دولت درې ګونى قواوې، د خپلو وګړو حقونه ورکول په حکومت کې د ولس مشارکت او تر ټولو مهم د نظام جوړول مهمه اړتیا ګڼل کېږي او بهرنى مشروعیت، د نړيوالو ژمنو عملي کولو ورهاخوا پورتنيو مکلفیتونو ته د ژمنې او عمل په نتیجه کې ترلاسه کېږي.