۸صبح، غزني: په غزني کې ځایي سرچینې وایي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکی په «بې رحمه» ډول شکنجه کړي دي.
سرچينې د تلې میاشتې په ٨مه، له ٨صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، چې طالب جنګیالیو تېره اوونۍ د ناور ولسوالۍ د خوات، جرغي او برجګي سيمو يو شمېر اوسېدونکي وهلي او له هغوى يې غوښتي چې «وسلې او يا د وسلو پيسې» دوی ته وسپاري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې طالب جنګياليو د یو ډاکټر له بدن څخه «غوښه» شکولې او هغه په ډېر «ناوړه» وضعیت کې دى.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له وېرې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او غرونو ته کډه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې لږ تر لږه دوو کورنیو د طالبانو له شکنجې څخه د خلاصون په موخه دې ډلې ته د څلورو ټوپکو د اخیستلو معادل پیسې ورکړي دي.
د راپورونو له مخې د ناور ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي پوځي یا له پخواني حکومت سره د کار مخینه نه لري.
څه موده وړاندې طالب جنګیالیو د ناور ولسوالۍ د درېیو کلیو اوسيدونکي له ۴۰ ورځو بند وروسته یو کوچي ته د پنځه میلیونه افغانیو غرامت ورکولو ته اړ کړل.