د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له اوسني وضعيت څخه د وتلو لپاره له حکومت او سياستوالو سره نوې طرحه شريکه کړې ده. په دې طرحه کې د سياسي حللارې او د اوربند د ټينګښت لپاره «د سولې انتقالي دولت» په چوکاټ کې د احتمالي سناريوګانو وړاندوينه شوې ده. دغه طرحه په کابل کې له حکومت او سياستوالو سره شريکه شوې او په هکله يې د دوی نظریات اخيستل شوي دي. د سولې انتقالي دولت طرحه همداراز له طالبانو سره هم د هوکړې په موخه شريکه شوې ده. که څه هم په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په مشخصه توګه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو حکومتي چارواکي د موقت حکومت طرحه په يو ډول شاتګ او د نظام ړنګېدل ګڼي او باور لري چې د ارزښتونو او لاسته راوړنو له منځه وړلو سره د سولې راتګ عاقلانه کار نه دی. خو ځيني سياستوال د دغې طرحې په اړه هیله من دي او باور لري چې د نړيوالې ټولنې هڅې د سولې بهیر د چټکتيا سبب کېدای شي. خو د سياسي چارو شنونکي څرګندوي چې دغه طرحه ځینې نيمګړتياوې او طالبان به آن په دغه برخه کې د شين څراغ ښودلو سره هم د دوحې له هوکړې تېر نشي.
د سولې بهیر د خنډ او ځنډ سره هممهاله امريکا د سولې بهیر د چټکتيا او سياسي حل لارې ته د رسېدو په لټه کې ده. د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته په سفر کې يوه نوې طرحه چې د انتقالي حکومت احتمالي سناريوګانې له ځان سره لري، راوړه. نوموړي دغه طرحه له ولسمشرغني، د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله او د ولسي حرګې رئيس ميررحمان رحماني سره شريکه کړې ده. د امريکا نوې طرحه پر دوی سربېره له حامدکرزي، عبدالرب رسول سياف، ګلبدين حکمتيار، عبدالرشيد دوستم، صلاح الدين ربانې، عطامحمد نور او ځينو نورو سياستوالو سره هم شريکه شوې ده.
سره له دې چې هڅه شوې دغه طرحه له رسنيو او خلکو لرې پاتې شي، خو ۸صبح د دغې طرحې يوه نسخه له نږدې ليدلې ده. د امریکا نوې طرحه ۱۰ مخه ده او په هغې کې د انتقالي حکومت د رامنځته کېدو لاره ترتيب شوې ده. په دې ترتيب سره به د «د سولې اتقالي دولت» تر عنوان لاندې يو نوی سياسي جوړښت رامنځته شي چې د سياسي حللارې او دايمي اوربند د ټينګښت لپاره به زمينه برابره کړي. که اړخونه په دغې طرحې سره سلا شي، د بُن لومړۍ ناستې ته ورته غونډه به په ترکيه کې جوړه شي او په هغې کې به د هېوادونو او ملګروملتونو استازي هم ګډون ولري. په ورته وخت کې زلمي خليلزاد سيمې ته په خپل سفر کې دغه طرحه له اړخونو او سياستوالو سره شريکه کړې او د هغوی نظریات يې هم په دې اړه اخيستي دي.
ښاغلی خليلزاد د کب په ۱۱مه کابل ته راغی او له حکومتي چارواکو او سياستوالو سره يې وکتل. هغه درې ورځې په کابل کې پاتې شو او کابل ته د سفر په پای کې يې له حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې له غړو، د ښځو له فعالينو او سياستوالو سره يې خپلې لیدنې «ګټورې» وګڼلې. هغه وويل چې د افغانستان د کشالې او د سولې بهیر د چټکوالي په اړه يې د نړيوالې ټولنې لا ډېر ملاتړ د جلبولو لپاره له ټولو لوریو سره خبرې اترې کړې دي؛ ځکه چې د نوموړي به باور دولت او طالبان بايد د سياسي حللارې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره يوې ټول اړخيزې حللارې ته ورسېږي. هغه ويلي دي چې د دغه بهير د مخکې تګ لپاره په بېلابېلو لارو چارو بحثونه شوي او دې پايلې ته رسېدلی دی چې د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره پراخ ملاتړ موجود دی. نوموړي په دوحه کې د دولت له مرکچي او طالبانو له مرکچي پلاویو سره هم کتلي او دا طرحه یې ورسره شریکه کړې ده.
د خليلزاد نوې طرحه د ننه په هېواد کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ځینو حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي. د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د امريکا له ځانګړي استازي سره له ليدنې وروسته دې موضوع ته په اشارې سره ځينې څرګندونې کړې دي. نوموړي ويلي چې، د بحثونو موضوعات د سولې بهیر، د افغانستان – امريکا د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا، د «طالبانو او پاکستانيانو د چل او څومخيتوب ستراتيژۍ» تحليل او ارزونه او د سولې په بهیر کې د خلکو د واقعي ارادې د تمثيل څرنګوالی ؤ. په ورته وخت کې نوموړي ويلي چې، د اوسني نظام بنسټ، اساسي قانون جوړوي چې د خلکو په مستقیمو رايو سره جوړ شوی دی. ښاغلي صالح د خپلو خبرو په دوام ويلي چې، «هېڅ څوک د اساسي قانون د له منځه وړلو او باطلولو صلاحيت نه لري.»
د ولسمشرۍ دويم مرستیال هم د موضوع اړوند څرګندونې کړې دي. سرور دانش د عبدالعلي مزاري د مړينې د شپږويشتم تلين په مراسمو کې وويل چې، د افغانستان د سولې په تړاو بايد هېڅ يوه طرحه د دولت په غياب کې، د ملي ګټو سره په ټکر کې او يوازې د بهرنيانو د غوښتنې په اساس مطرح نشي. د نوموړي په باور هر ډول طرحه بايد د سياسي نظام او اساسي قانون د دوام او ساتنې پر بنسټ مطرح شي، نه دا چې د نظام او اساسي قانون د له منځه تللو سبب شي. نوموړي د موقت حکومت طرحه په يو ډول شا ته تګ او د نظام ړنګېدل وګڼل. هغه وويل چې، د سولې د ټينګښت په موخه دولت د هر ډول «معقولې» او «منطقي» طرحې هرکلی کوي؛ ځکه چې د ښاغلي دانش په باور، نظام او سوله د حکومت لپاره دوه اساسي بنسټونه دي او بايد دغه دوه اصله «سوله او نظام» د يو او بل قرباني شي.
په امنيتي او سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم دا طرحه ګونګه وګڼله او ويې ويل چې د نظام له منځه تلل تجربه شوي او د ارزښتونو او لاسته راوړنو د له منځه تللو په قيمت سوله «عاقلانه» نه ده.
په ورته وخت کې ځيني سياستوال د خليلزاد له نوې طرحې خوښ او راضي برېښي.
د مخکيني ولسمشر مرستيال محمد يونس قانوني په دې ناسته کې وويل چې د سولې بهیر د نړيوالې ټولنې په هڅو ګړندۍ کېږي او ملي، سيمهييزه او نړيواله اجماع به رامنځته شي. نوموړي څرګنده کړه چې په نوې طرحه کې به د سولې روان بهير د بڼې او منځپانګې له اړخه بدلون ومومي. خو د ښاغلي قانوني په باور خلک به هم د مذاکراتو د درېيم اړخ په توګه د دغه بهير برخه وي. مخکيني ولسمشر حامدکرزي د سولې بهیر پر ګړنديتوب ټينګار وکړ او له زلمي خليلزاد سره په لیدنه کې يې هم ويلي چې د خلکو له غوښتنې سره سم بايد د سولې بهیر زرترزره پايلې ته ورسېږي او بايد له بندون سره مخ نه شي. له دې وړاندې ځينو سرچينو ويلي ؤ چې مخکيني ولسمشر دې طرحې ته شين څراغ ښودلی دی.
جهادي مشر، ګلبدين حکمتيار هم د «نوي حکومت» په یادولو سره د حزب اسلامي د جمعې ورځې لاريون کې دغې طرحې ته شين څراغ ښودلی دی. نوموړي له دې وړاندې هم موقت حکومت د افغانستان د کشالې د حل «يوازينۍ لار» ګڼلې وه. پر دې سربېره د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل هم له رسنيو سره په مرکه کې ويلي چې امريکا، ډېری سياستوال او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي د موقت حکومت له طرحې سره موافق دي. د نوموړي په باور طالبان به د اوربند په بدل کې له موقت حکومت سره هوکړه وکړي او په داسې شرایطو کې به ولسمشرغني له ستونزمن وضعيت سره مخ شي.
له بل پلوه د چارو شنونکی وايي چې دغه طرحه ځینې نيمګړتياوې او تشې هم لري او امريکا هڅه کوي چې د سولې په بهیر کې شته نيمګړتياوې په یو ډول تر پوښښ لاندې راولي. د طالبانو ډلې پخواني غړي سيداکبر اغا له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې، د بندیانو د خلاصون، د سولې مذاکراتو او د دوحې هوکړه ليک ژمنو ته په کتو سره طالبان امريکا ته د شک په سترګه ګوري. نوموړی په دې باور دی چې طالبان به په دې طرحه کې د شرعي نيمګړتياوو په ګډون پر ځينو مواردو نيوکې ولري، خو آن له هغې سره د موافقت په صورت کې به هم د دوحې هوکړه ليک له موادو تېر نشي.
ويل کېږي چې مخکې له دې روسيې هم د «د انتقالي-ايتلافي دولت» په اړه څرګندونې کړې وې. د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي ؤ چې په افغانستان کې د جګړې پايته رسېدو لپاره يو انتقالي-ايتلافي دولت ته اړتيا ده چې د اړخونو د کابو کولو وړتيا ولري. د روسيې دغه دريځ د هېواد د بهرنيو چارو د وزير له نيوکې سره مخ شو. ويل کېږي چې د دغې طرحې له مطرح کېدو سره هممهاله، امريکا د دوحې هوکړې د بيا ارزونې په حال کې ده. له دې وړاندې امريکايي رسنيو راپور ورکړی ؤ چې بايډن د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښمن دی او په شته لارو کې به د ځواکونو وتلو د مودې د غځولو پر موضوع غور وکړي.