«په اسلام کې د فقر درملنه» د اسلامي نړۍ د نامتو عالم، علامه يوسف قرضاوي اثر دی چې ځوان ليکوال او ژباړن عمران لمر پښتو ژبې ته ژباړلی او په کابل کې بيت الحکمة خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی.
ياد کتاب نهه څپرکي او ۲۵۵ مخونه لري.
په دې کتاب کې د اسلام له نظره د فقر په لاملونو او د له منځه وړلو په لارو بحث شوی دی، همدارنګه د فقر په اړه د نورو مذهبونو او اقتصادي مکتبونو په نظريو منطقي نقد شوی دی.
ليکوال تر ډېره په دې ټينګار کوي چې فقر هم د نورو ټولنيزو ناروغيو په څېر ناروغي ده؛ خو داسې ناروغي نه ده چې درملنه يې ناشوني وي، بلکې لکه څنګه چې د عامو جسماني ناروغيو درملنه په مناسبو لارو چارو کيږي، همداسې ددې درملنه هم شونې ده. مګر په نظر يې ددې مناسب تدبير دادی چې خلک اسلامي لارښوونې راخپلې شي، سپارښتنې يې ومني او پرې کلک عمل وکړي.
په ټوله کې ياد کتاب په اسلامي ټولنه کې د فقر د لاملونو پېژندو او له منځه وړلو لپاره ګټور لارښود دی.