د تورخم بندر له اتو ورځو راهیسې د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د پوځي نښتې له امله تړل شوی دی. د دغه مهم بندر تړل کېدو افغانان او د دواړو هېوادونو سوداګر له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي. د افغانستان او پاکستان سوداګریزو مسوولینو ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې تر یو میلیون ډالرو ډېر زیان وراوښتی دی. هغوی له اسلام اباده غوښتي چې لاره پرانیزي څو د تازه مېوو او سبزیجاتو په کاروانونو کې د نورو سوداګریزو مالونو د خوسا کېدو مخه ونیول شي. خو په دې موده کې پاکستان د سوداګرو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او ټینګار یې کړی، چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړی. خو د سوداګریزو چارو شنونکي وايي، چې د سوداګریزو توکو پر زیانمنېدو سربېره، د بار وړونکو موټرو استهلاک هم څه باندې یو میلیون ډالره اټکل شوی دی. د دوی په وینا، سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د دواړو غاړو د خلکو پر سوداګرۍ او اړیکو ناوړه اغېز کړې دی. دا مهال په تورخم کې د ناروغانو او هغو خلکو په ګډون چې جنازې لري، زرګونه مسافر اېسار پاتې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
تېره اوونۍ پاکستان د تورخم دروازه د طالب جنګیالیو او د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو تر منځ له پوځي نښتې وروسته د ټرافیکو پرمخ وتړله. اسلام اباد اعلان کړی، چې طالبانو تورخم بندر ته څېرمه د نوې امنیتي پوستې د جوړولو کار پیل کړی او له دوه اړخیزو هوکړو یې سرغړونه کړې ده. پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې وسله واله نښته هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د دوه اړخیزو هوکړو په نقضولو او د پرلپسې خبرداریو په بابېزه ګڼلو سره نوې پوسته جوړه کړي.
خو د هېواد سوداګر د تورخم لارې پر تړل کېدو د سختې اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې په دې موده کې وارداتي او صادراتي توکو ته تر یو میلیون ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. هغوی زیاته کړې ده، چې د سانتي ګراد په کچه د څه باندې څلوېښتو درجو ګرمۍ له امله سلګونه موټره مېوې او سبزیجات له منځه تللي او ډېری یې د افغانستان په بازارونو کې لیلام شوي دي. دغو سوداګرو ویلي، چې دا مهال د کرنیزو محصولاتو د حاصل راټولولو فصل دی او د تورخم د لارې تړل کېدل به د افغانستان کړکېچن اقتصاد ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د مالي زیانونو د کره شمېرو په اړه څېړنې روانې دي، خو د تورخم د لارې نه پرانېستل کېدل دغه زیان ورځ تر بلې زیاتوي. ښاغلی مهمند ټینګار کوي، چې د تورخم لارې تړل کېدو د افغانستان او پاکستان خصوصي سکټور ته ستر اقتصادي زیانونه اړولي دي. هغه زیاتوي:« پاکستان او افغانستان د یو بل لپاره ښه بازارونه دي. د لارې تړل کېدل دواړو خواوو ته زیان رسوي.» هغه وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د تازه مېوو موسم دى او سوداګريز کاروانونو تر ډېره مېوې او سبزيجات بار کړي، چې د لارې د تړل کېدو له امله وراسته شوي او له منځه تللي دي. ښاغلی مهمند زیاتوي:« د لارې په تړل کېدو سره خلکو، خصوصي سکتور او ترانسپورت ته ډېر تاوان رسېدلی دی. نن مو وليدل چې يو من رومي بانجان چې په ٦٠ افغانۍ وو، نن په ١٥ افغانیو وپلورل شول.» هغه هیله څرګندوي، چې سیاسي ستونزې باید پر اقتصاد منفي اغېز ونه کړي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو هم د دغې لارې د تړل کېدو په اعتراض کې لاریون کړی دی. لاريونوالو ويلي دي، چې هر کال د حاصلاتو په موسم کې پاکستان د افغانستان د کرنيزو محصولاتو پر مخ پولې تړي او د هغوی د لاس یو کلنۍ خوارۍ په موټرو کې له منځه ځي. په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراض کوونکو خپره شوې ويډیو ښيي، چې هغوی د پاکستان له حکومته غواړي چې نور دې د تورخم دروازه پرانېزي.
بلخوا د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر اعجاز خان افريدي رسنيو ته ويلي، چې د تورخم لارې تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته تر يو ميليون ډالرو زيات زيان اړولی دی. د پاکستان د سوداګرۍ خونې دغه چارواکي زیاته کړې، چې د پولې تړل کېدو پر دوی ډېر منفي اغېز کړی او د دغه وضعیت دوام به پاکستان او د دې هېواد سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه واړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي چارو کارپوهان د تورخم بندر اقتصادي اهمیت ته په نغوتې سره ټینګار کوي، چې دا پوله د افغانستان او سویلي اسیا تر ټولو مهمه او لویه سوداګریزه لار ده. د دوی په وینا، د تورخم لاره هند او پاکستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي او د دې پولې تړل د ټولې سیمې اقتصاد ته زیان رسوي.
د سوداګریزو چارو یو کارپوه اذرخش حافظي وايي، اوس په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو او صادراتو موسم دی. د هغه په وينا، د تورخم لارې تړل کېدو د سوداګرو پر زیانمولو سربېره، کروندګرو او د ترانسپورت سکتور ته هم ډېر زيانونه اړولي دي. ښاغلی حافظي ټینګار کوي چې یوازې د بار وړونکو موټرو د استهلاک له امله سوداګرو ته تر یو میلیون ډالرو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وينا، هر موټر لږ تر لږه په ورځ کې سل ډالره استهلاک لري چې د زرګونو موټرو استهلاک څه باندې يو ميليون ډالرو ته رسېږي.
د سوداګريزو چارو دغه کارپوه زياتوي، چې په ننګرهار ولايت کې د سانتي ګراد په کچه له څلوېښتو درجو لوړه ګرمۍ کې په سلګونو موټره تازه مېوې او سبزيجات خوسا شوي او له منځه تللي دي. هغه وايي: «په موټرو کې تر ډېره خوسا کېدونکي مالونه بار دي. تازه میوه د ختیځ او خیبر پښتونخوا په دښتو او د تورخم دواړو غاړو ته له څلویښت درجې ګرمه هوا کې د خوسا کېدو له خطر سره مخ دي. دا د دواړو خواوو په زیان ده.» نوموړی د دې وضعیت اصلي لامل سرحدي او سیاسي شخړې ګڼي او ټینګار کوي، چې که دا سیاسي ستونزه هواره نه شي، ټولې خواوې به زیانمنې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه مسافر اېسار پاتې دي. د افغانستان له لېرې پرتو ولایتونو تورخم ته راغلي ګڼ شمېر ناروغان له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې سرحدي سیمې په سخته ګرمۍ کې خپلې شپې او ورځې په سړکونو او د دېوالونو ترسیوري لاندې تېروي.
د غور اوسېدونکى احمدالله وايي، چې له درېيو ورځو راهيسې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه و، خو په نهیلۍ سره بېرته ستون شوی دی. د غور دغه اوسېدونکې ټینګار کوي، چې د افغانستان روغتیايي مرکزونو ته له بیا بیا ورتګه یې کومه مثبته پایله نه ده اخیستې او ډاکټرانو ورته سپارښتنه کړې، چې د لا پرمختللو معایناتو لپاره پاکستان ته ولاړه شي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، چې د طالبانو له خوا په سرحدي سیمه کې د امنیتي پوستو جوړول د پاکستان له ملي حاکمیته سرغړونه ده. هغې ټینګار کړی، چې طالب جنګیالیو د سوله ییزې حل لارې پر ځای د قاعدې پر خلاف د پاکستان پر پوله ساتونکو ډزې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړې، چې دغې پوځي ترینګلتیا د دغه هېواد سرحدي بنسټونه زیانمن کړي او ملکي وګړي یې له خطر سره مخ کړي دي. هغې ټینګار کړی چې «د [طالبانو] د ځواکونو لخوا بې دلیله ډزې ترهګر عناصر زړور کوي.»
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاکستاني پوله ساتي ځواکونه د پوځي نښتې لامل بللی دي.د دې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي: «پاکستاني ځواکونو د [طالبانو] پر سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې [هغوی] د یوې هغې امنیتي پوستې پر ترمیمولو بوخت وو، چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې په پاکستان تور لګولی چې لاره یې په نه توجیه کېدونکو پلمو تړلې ده. د طالبانو د اعلامیې په متن کې راغلي: « دروازې په نه توجیه کېدونکو پلمو تړي، چې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیانمنوي، بلکې د دواړو وروڼو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن هم زیاتوي.» خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرحدي ترینګلتیاوو په اړه د طالبانو اندېښنې «بې ربطه» بللي او ویلي یې دي، چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ له سوداګریز هوکړه لیکه» د ناوړه ګټې اخیستنې اجازه نه ورکوي او تېره اوونۍ یې د طالبانو سفیر هم احضار کړی و.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان او طالبان تر دې دمه پر دې نه دي توانېدلي، چې ستونزه د دوه اړخیزو خبرو له لارې هواره کړي او لا هم څرګنده نه ده، چې د تورخم دروازه به د مسافرو او سوداګریزو توکو پرمخ تر کله تړلې وي.