پاکستاني رسنیو د ټي ټي پي د غړو په حواله خبر ورکړی، چې د دې ډلې جنګیالیو د خیبر پښتونخوا په چترال کې څو کلي نیولي دي.
خراسان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۶مه د پاکستاني طالبانو د یوه ویاند او مهم قوماندان په حواله په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې جنګیالیو د خیبر پښتونخوا په چترال او هغو سیمو کې چې له کونړ، نورستان او بدخشان سره پرتې پولې لري عملیات پیل کړي دي.
دې ورځپاڼې لیکلي: «نن مازدیګر څلور بجې په چترال کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا عملیات پیل شوي او ګڼې سیمې نیول شوي دي.»
په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پخواني غړي او د پاکستان د پارلمان وکیل محسن داوړ د خراسان ورځپاڼې راپور خپور کړی او پر دغه برید یې اندېښنه ښودلې ده.
هغه زیاته کړه :«داسې ښکاري چې د واخان بندر د محاصره کېدو هڅې روانې دي. د نیابتي جګړې نوې ستراتیژي روښانه کېږي.»
د واخان بندر د بدخشان د پامیر په غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
واخان د افغانستان او د چین د سنکیانګ یا کاشغر ترمنځ یوازینۍ نښلونکې لار ده.
خو پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له دوو کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې زياتوالى راغلى او په دغه هېواد کې يې ګڼ شمېر پوځیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.