۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ددغه هېواد یوې رسنۍ ته ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د شل ډلې د غړو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.
د تاس خبري آژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګئي ورشینین ویلي چې د افغانستان په هکله دغه ناسته به د سپتمبر په ۲۸مه نېټه ترسره شي.
ورشینین ددې ناستې د جوړېدو د نېټې په اړه ویلي: «د سپتمبر ۲۸مه، ترهغه چې زما په یاد دي په همدې ورځو کې.»
خو هغه د شل ډلې په ناسته کې د روسيې د استازي د ګډون په هکله وايي: «دوی ته باید رسمي بلنلیک ولېږي.»
ویل کېږي چې د ایټالیا لومړی وزیر ماریو ډراګي به ددغې ناستې مشري پرغاړه ولري.
له دې مخکې رپوټ ورکړ شوی و چې ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسامبلې له غونډې وروسته د شل ډلې د غړو هېوادونو د مشرانو ناسته ترسره شي.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسامبلې وروستۍ ناسته سبا دوشنبې د تلې په پينځمه نېټه ترسره کېږي او د محمد اشرف غني د دولت استازی غلام محمد اسحاق زی به د افغانستان په استازیتوب پکې وینا وکړي.