۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د دوو جلا پېښو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه ناڅرګندو وسلهوالو د جلالاباد ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمه کې یو دوکاندار په ډزو وژلی دی.
دغه کس په جلالاباد ښار کې د «سیمسارۍ» دوکان درلود.
په بله پېښه کې بیا یو کس خپل ورور د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
دا پېښه هم پرون د جلالاباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند په «عربانو ګولايي» سیمه کې شوې ده.
طالبانو تر اوسه د دغو دوو پېښو په تړاو څه ویلي نه دی.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په یو شمېر سیمو په ځانګړې ډول په ننګرهار کې د مرموزو وژنو او کورني تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
څه موده وړاندې په جلالاباد ښار کې یو دوکاندار په مرموز ډول وژل شوی و.