۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د تاجکستاني پوله ساتو په ډزو کې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي وژل شوي دي.
سرچینو دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې وژل شوي حسیبالله او خلیل نومېدل.
د سرچینو په وینا، حسیب او خلیل په یاوان ولسوالۍ کې د افغانستان او تاجکستان پولې ترمنځ په شولیر کلي کې هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې له یوې پنځلس کسیزې ډلې سره یې غوښتل د تاجکستان خاورې ته دننه شي. د دغې پنځلس کسیزې ډلې پېژندګلوي څرګنده شوې نه ده.
د سرچینو د څرګندونو په حواله، دا ډله د تاجکستاني پوله ساتو له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلې ده.
تر اوسه د دې پېښې په اړه طالب او تاجکستاني چارواکو رسمي څه ویلي نه دي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته د ازبکستان اسلامي غورځنګ او تاجکستان انصارالله ډلې ۳۰۰ کورنۍ په شمال ختیځ په ځانګړې توګه بدخشان کې ژوند کوي.
تاجکستان له دې وړاندې په افغانستان کې د اورپکو ډلو له شتونه اندېښنه ښودلې ده.