له هغې وروسته چې بېلاروس وویل، اوکرایین له دغه هېواد سره پر پوله پوځي تجهیزات او ځواکونه ځای پر ځای کړي او په تړاو یې خبرداری ورکړی و، کییف ویلي چې دا خبر حقیقت نه لري.
د رویټرز د راپور په حواله، د اوکرایین د پولهساتو ځواکونو ویاند اندري دمچنکو دوشنبه د جولای پر لومړۍ د دغه هېواد له یوې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د بېلاروس دا ادعا د مسکو په ملاتړ د مینسک اطلاعاتي عملیات بللي.
د بېلاروس دفاع وزارت پرون د دغه هېواد پولې ته نږدې د اوکراییني ځواکونو له پیاوړي کېدو اندېښنه ښودلی چې هممهاله، کرملین ماڼۍ هم ویلي چې دا راپور د اندېښنې وړ دی.
اندري دمچنګو ویلي: «دا لومړی وار نه دی چې بېلاروس د اوکرایین په اړه داسې خبره او ګوتڅنډنه کوي. دا د اطلاعاتي عملیاتو یوه بله برخه ده چې بېلاروس یې د روسیې په ملاتړ کوي.»
بل پلو، نوموړي یادونه کړې چې له بېلاروس سره پوله لا هم یوه اندېښنه ده او کییف به هلته د امنیت ضد هر راز ګام د مخنیوي لپاره پام وړ ځواکونه پرېږدي.
یاد اوکراییني چارواکي ویلي چې بېلاروس د جون له لومړۍ تر اوسه پولې ته څېرمه څو پوځي تمرینونه کړي دي.
بېلاروس په وار وار اوکرایین په پاروونکو کړنو تورن کړی دی.
تازه د بېلاروس دفاع وزارت ادعا کړې چې اوکرایین پولې ته په ځانګړې توګه ژیتومیر سیمې ته خپل سرتیري، وسلې او پوځي تجهیزات لېږلي دي.
دغه راز، یاد هېواد ادعا کړې چې تېره اوونۍ یې د اوکراییني ځواکونو یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې او له همدې امله پولې ته څېرمه خپل دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.