جګړه د بشریت لپاره کومه نا اشنا کلمه نه ده، دا ښکارنده د ځمکې پر مخ د انسان د وجود له پیدا کېدو راهیسې شته او تر نن ورځې پورې دوام لري او د وخت په تېریدو سره یې یوازې بڼه بدله کړې او په بېلابېلو ډولونو وېشل شوې ده. د وخت په تېریدو سره جګړه نوره هم مډرنه شوه او پکې د لیندیو او غشو پر ځای تر ټولو وژونکې او پرمختللې وسلې کارول کیږي. هیراکلیټس چې له سقراط مخکې یو فلیسوف دی، د جګړې په تشریح کې ویلي دي: «جنګ د ټولو پلار او د ټولو پاچا دی، ځيني خدایان ښيي او ځيني انسانان، ځیني غلامان کوي او ځيني ازادوي.» جګړه د یوه تاریخي بهیر په توګه رامنځته شوې او په تاریخي بدلونونو کې لا مډرنه، لا وژونکې، لاسمباله، لا ابزاري شوې او لا یې غوښتنه ډېره شوې ده. ښایي په پخوا وختونو کې جګړه تر نننه ډېره د کرکې وړ نه ښکارېده، خو غوښتنه یې هم تر ننه ډېره نه وه. په ننني عصر کې چې بشر باید اختلافات د خبرو له لارې حل کړي، جګړه کوي څو دغه اختلافات ژور شي او د جګړې غوښتنه نوره هم زیاته شي. واقعیت دا دی چې وژونکې، ویجاړوونکې او غیر انساني جګړې د تاریخ په اندازه عمر لري. په هرصورت، لږترلږه د دې لیکنې له لیکوال سره تل دا پوښتنه وه چې ولې جګړې کیږي؟ ولې انسان دومره ورانۍ او وژنې کوي؟ ولې سوله د ډېرو لپاره نه پوره کېدونکې هیله ده؟ زه ډاډه یم چې تاسو هم له دې پوښتنو سره مخ یاست او تل له ځان سره دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو په لټه کې یاست.
ولې جګړه؟
ارسطو وايي: « جګړه د دې لپاره کوو چې ښايي په سوله کې ژوند وکړو.» هغه مطلوبې جګړه ته ارزښت ورکوي. د جګړې لپاره د ارسطو مطلوب هماغه سوله، ارامتیا او سوله ییز ژوند ته رسېدل دي. بلخوا هره جګړه باید د سولې لامل شي او د جګړې موخه باید سولې ته رسېدل او د سولې لپاره وي. خو د بشر تاریخ په ډېرو سیمو کې د داسې څه شاهد نه دی، بلکې په ډیرو مواردو کې جګړې د سولې د راتلو لامل نه شوي او د یوې جګړې پای د نورو جګړو پیل دی. په همدې ورځو کې موږ د غويي د اتمې چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د بري کالیزه ده، د نمانځلو په حال کې وو. د غويي ۸مه په واقعیت کې د روسانو پر ضد په افغانستان کې د څه باندې یوې لسیزې جګړې د پای ورځ وه، خو د افغانستان معاصر تاریخ د دې شاهد دی چې د روسانو پر وړاندې بري نه یوازې دا چې د جګړه پای نه شو، بلکې د نورو ناکامو او ویجاړوونکو جګړو پیل هم و، چې لاهم په دې هېواد کې روانې دي. ښایي جګړې د برترۍ غوښنې یا هم د بل تېري او مقاومت له امله…. د واک پر سر وي. په هر حالت کې، دا جګړه ده چې ورانۍ او ویجاړۍ، بې ځایه کېدل او بې کوره کېدل ورسره دي.
دا موارد مې ځکه یاد کړل چې د هرې جګړې پای حتمي سوله نه ده او کله کله د یوې جګړې پای د نورو جګړو د پیل لامل کیږي. ښايي همدا احتمال د دې لامل شوی وي چې مشهور لوېدیځوال فیلسوف ارسطو په پورتنۍ جمله کې د «ښايي» کلمه وکاروي. په جګړو کې تل یو ګډ علت وي او هغه هم له ګټو پرته بل څه نشي کېدای. دا ګټې سیاسي، جغرافیایي، نظامي، اقتصادي، ډله ییزې، مذهبي یا بل هر مورد کېدای شي. په هر صورت، د ډېرو عواملو تر څنګ چې د جګړې لامل کېدای شي، د ګټو ټکر او د ګټو شتوالی تر ټولو مهم دغه عوامل دي.
نو جګړې شته ځکه چې ګټې او کله ناکله ازادي او له ظلم خلاصون پکې وي. هلته چې د ګټو او ازادۍ خبره ترمنځ وي، په عصري نړۍ کې هغو ته د رسېدو لپاره هر عمل د توجیه وړ او مشروع ګڼل کیږي. که هغه عمل جګړه وي، ترهګري وي، نیواک او ښکېلاک وي، کلتوري یرغل وي او یا بل کوم مورد وي چې ګټه او ازادي ترلاسه کولای او ساتلای شي.
ولې انسان تل په سوله کې ژوند نه شي کولای؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید انسان وپېژنو او د هغه فطرت درک کړو. هغه څه ته په پام سره چې د انسان د پېژندنې په تړاو شته، په دې مسأله کې د ټولو پلټونکو د خبرو لنډیز دا دی چې انسان د نړۍ تر ټولو ناپېژندل شوی موجود دی، ځکه چې دا موجود هېڅکله خپل چلند ته په پام سره د وړاندوینې وړ نه دی او په بشپړ ډول پیژندل یې شوني نه دي. ارسطو انسان یو ټولنیز- سیاسي موجود ګڼي. هغه پر دې باور دی چې انسان پیدا شوی چې په ټولنه کې ژوند وکړي، له نورو سره تعامل ولري، حکومت وکړي، حکومت پرې وشي او په واقعیت کې د انسان شتوالی په ټولنه کې مانا پیدا کوي. ارسطو له ټولنې لېرې انسان له شریرو موجوداتو سره پرتله کوي. له بلې خوا، توماس هابز، چې د ټولنیز تړون له پوهانو دی، انسان ذاتاً بد، قانون ماتونکی، سرغړوونکی، یاغي او ان د خپل همډوله لېوه ګڼي.
په هرصورت، هغه پر دې باور دی چې د دغو ځانګړتیاوو لرونکي موجودات نشي کولای په سوله ییز ډول له یو بل سره ژوند وکړي او تل د ګټو ټکر د دې لامل کیږي چې زورور کمزوری له منځه یوسي. له همدې امله هغه په داسې حالت کې د مطلق حکومت شتوالی اړین او نه انکارېدونکی ګڼي. په همدې ډول د ټولنیز تړون یو بل عالم جان لاک، د هابز پرتله د انسانانو په تړاو بېله انګېرنه لري. لاک انسان ذاتاً،صمیمي، قانون مراعاتوونکی او یو داسې موجود ګڼي چې کولای شي د خپلو همډولو په منځ کې سوله ییز ژوند ولري او په ټولنه کې په کراره ژوند وکړي. هغه پر دې سربېره چې په بشري ټولنه کې د ټولنیز تړون له لارې د حکومت په شتوالی باندې باور لري، د هابز اپوټه، خلکو ته د خپل مشر د لېرې کولو او ټاکلو حق ورکوي، نو له همدې امله لاک پر مشروطه حکومت باوري ګڼي.
د انسان په تړاو د دغو فیلسوفانو د باورونو له څېړلو دا پایله اخیستل کیږي چې د انسان په پېژندنه کې هیڅ واحد نظر نشته. خو تاریخ ښیي چې انسان په ارادي او غیر ارادي ډول جګړې، شخړې او ولکې ټينګولو ته عجیبه لېوالتیا لري او دغو ځانګړتیاوو انسان په یوه شریر او جګړه غوښتونکي موجود بدل کړی دی. په اوسي پېر کې ډېری جګړې له دې پرته بله هیڅ توجیه نه لري چې انسانانو د حکومتونو په اډانه کې همدغو ځانګړتیاوو ته په پام سره په جګړو، ورانیو او وژنو لاس پورې کړی څو خپلې موخې ته ورسېږي او د جګړې له امله د رامنځته شویو ورانو ویجاړو کنډوالو او خپلو وژل شویو همنوعو پر سر خپله پاچاهي او سلطنت جوړ کړي.