۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا ویلي چې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړي کول د اقلیمي بدلون په ګډون له ننګونو سره د مبارزې لپاره اړین دی.
اوتونبایوا دغه څرګندونې د یکشنبې ورځ، سلواغې پر ۲۲مه د «ساینس په برخه کې د ښځو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت کړې دي.
یوناما د رزا اوتنبایوا په حواله خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي: «په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړي کول د ټولنې د نیمایي برخې د فعالیت ته چې له ننګونو سره د مبارزې په برخه کې لکه له اقلیمي بدلون سره مبارزه او دوامدار پرمختګ ته لار جوړوي.»
نوموړې زیاتوي: «موږ باید نن او هره ورځ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په ساینس، ټکنالوژۍ، فن او هنر کې د نجونو او ښځو ونډه اړینه بللې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او د پوهنتونونو دروازې يې د نجونو پر مخ تړلې دي.