۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) ویلي چې په هېواد کې د طالب چارواکو له عمومي بښنې سره سره، د پخواني حکومت چارواکو او د افغان ملي امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د ګواښونو، خپلسرو نیونو او توقیف، شکنجې، ناوړه چلند او له محاکمې پرته وژنو دوام کړی دی.
یوناما پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی.
یوناما په دې موده کې د خپلسرو نیونو او توقیف لږ تر لږه ۳۸ موارد، د شکنجې او ناوړه چلند، لفظي ګواښونو لږ تر لږه ۱۰ پېښې او دغه راز د پخواني حکومت چارواکو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو صحرايي وژنو څلور پېښې مستندې کړې دي.
د دغه بنسټ په خبره، طالبان په عام محضر کې د قضايي – بدني سزاوو پلي کولو ته دوام ورکوي او په وینا یې، دا ډول مجازات هره اوونۍ لږ تر لږه په یوه ولایت کې ترسره کېږي.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د جنورۍ له ۶ تر ۱۱مې په کابل ښار کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو درېیو چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په خپل دغه راپور کې د رسنیو پر ازادۍ هم تم شوی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ خپلو چارو ته په یو ننګوونکي چاپېریال کې دوام ورکوي.
د یوناما په راپور کې راغلي: «رسنۍ له پام وړ مالي ننګونو سره مخ دي، برحاله چارواکو [طالبانو] له خوا د یو لړ محدودیتونو د وضع کېدو سربېره، دوی د کار په جریان کې د خپلسري توقیف له خطر سره هم مخ دي.»
یوناما په خپل راپور کې د ښځو او نجونو حقونو په تړاو ویلي چې په افغانستان کې سږ ښوونیز کال هم په لېسو کې د افغان نجونو له شتون پرته پېل شو؛ ځکه په وینا یې، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
که څه هم طالبانو تر اوسه د یوناما د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د سویس په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ارزونې ملي راپور وړاندې کړی دی.
د راپور په حواله، د هېواد اوسېدونکي په ځانګړې ډول ښځې او نجونې په سمبال شوې بڼه د خپلو حقونو تر پښو لاندې کېدو شاهدانې دي.