۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پاېله کې پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه د دره صوف – بلخ پر لویه لار شوې ده.
د سمنګان ولایتي روغتون امر سېدعثمان حمیدي د ۱۵ ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودلی دی.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې یو ماشوم هم مړ شوی دی.
د سمنګان دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د تګراتګ لپاره باروړونکي موټر کاروي؛ ځکه وروستیو سېلابونو په دغې ولسوالۍ کې ځیني سړکونه خراب کړي دي.
د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بیا په هېواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې ترافیکي پېښو په سمنګان کې لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور یې ټپيان کړي دي.