۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما پنجشېر ولایت ته د خپلو د بشري حقونو او سیاسي ډلو له لېږلو خبر ورکړی دی.
یوناما سه شنبه ماسپښین د تلې پر ۱۲ یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه ډلې به د پنجشېر لپاره د طالبانو له ځایي مسوولانو سره لیدنه وکړي.
د یوناما په وینا دغه ډلې په پنجشېر کې له بشري حقونو د سرغړونې له ادعا څخه د ملګروملتونو سازمان جدي اندېښنه په دغه ولایت کې د طالبانو له ځایي مسوولانو سره شریکوي.
د افغانستان لپاره د ملګرومتلونو سازمان د استازولۍ پلاوي ټینګار کړی، چې د افغانانو د ټولو حقونو د خوندیتوب کیلي سوله ده.
د ویلو ده، چې موده مخکې پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ملکیانو له وژلو د پردې له پورته کولو وروسته یوناما په دغه ولایت کې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو ځینو اسنادو ته د لاسرسي په اړه خبرې کړې وې.