د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
زه د معلوماتو او احصاییې د ادارې کارکوونکی وم. د ځواب نه ویلو، بې نظمۍ، سمتي چلند، په قانون عمل نه کولو، له حده زیات فساد او د هغو خلکو لیدل چې کارونه یې پر مخ نه ځي، په دې ډول اداره کې کار راته ستومانوونکی و؛ ځکه هره ورځ مجبور وم له رسمیاتو دوه ساعته وروسته له هغو مراجعینو سره چې تر شپږو بجو پورې به په تمه وو، همکاري وکړم.
له بلې خوا، په یوازې مې نشو کولای چې دې له ډېرو وګړو سره همکاري وکړم. کله به چې د شپې بیده کېدم، هغه خلک به مې چې په صفونو کې په تمه وو په خوب لیدل او د دې لامل کېده چې خوشحاله خوب ونه لرم. په همدې خاطر تر دې د ښه کار په لټه کې شوم.
زما د خوښې وړ دنده معلمي ده. په دوامداره توګه مې د لوړو زده کړو وزارت او تخنیکي زده کړو ویب سایټ تعقیباوه. بالاخره د بغلان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استادۍ یو بست د څلورم ځل لپاره اعلان ته شوی و. غوښتنلیک مې پوهنتون ته ورکړ او د درې پړاوه آزموینې په ترسره کولو، له ټولو سیالانو مخکې شوم او د استاد په توګه وګمارل شوم.
د غویي میاشتې په وروستیو کې مې د معلوماتو او احصاییې له ملي ادارې استعفا وکړه او د بغلان پوهنتون ته ولاړم او تدریس مې پیل کړ. د طالبانو په راتګ سره مې، شپږ میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی؛ یوه میاشت د معلوماتو او احصاییې له ملي ادارې او پینځه میاشتې د لوړو زده کړو له وزارته.
د بې وزلۍ او لوږې په دې بهیر کې مین شوی یم. نه پوهېږم چې څنګه او له کومې پانګونې مې د معشوقې خواستګارۍ ته ورشم، په داسې حال کې چې خپله د خوړو لپاره ډوډۍ نلرم!
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰