د دایکندي د کرنې ریاست مخکیني مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات سږ کال د وچکالي له امله ډېر کم شوي او کیفیت یې هم ټیټ دی. د دایکندي د کرنې مخکینی رییس سیدعدالواحد فیروري ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې سږ کال د وچکالۍ له امله، د کرونده ګرو ټولو کرنیزو او د بڼونو حاصلاتو ته سخت زیات رسېدلی دی. د هغه په وینا، د بادامو د حاصلاتو پر کمښت سربېره، غلې او سبزیجات هم کم شوي دي. ښاغلي فیروزي زیاته کړه چې د دایکندي ډېری اوسېدونکي د بادامو کروندې لري او له دې لارې عاید ترلاسه کوي ځکه ډېرې ځمکې د بادامو بڼونه دي.
سږکال د وچکالۍ له امله، د تېرو کلونو په پرتله د بادامو حاصلات کم شوي دي. د کرنې ریاست دغه مخکینی مسوول همداراز زیاتوي، هغه وخت چې بادام اوبو ته اړتیا لرله، دایکندي د اوبو له کمښت سره مخ شو او له همدې امله د بادامو کیفیت هم په سلو کې سل راټيت شوی دی. بادام په دایکندي ولایت کې یو مهم او ارزښتناک نبات دی. ددغه ولایت د اوسېدونکو په تېره بیا بڼوالو د عاید اصلي سرچینه بادام دي.
د دایکندي د کرنې مخکینی رییس وایي چې په عمومي ډول سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې اویا سلنه کمښت راغلی دی. فیروزي ټینګار وکړ چې د کافي اوبو د نشتوالي له امله، د دایکندي د بادامو کیفیت هم په سلو کې سل ټیټ شوی او بڼوال له دې امله سخت زیانمن شوي دي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې کره شمېره په واک کې نه لري، ځکه له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، د دایکندي د کرنې ادارې ټول کارکوونکی دندو ته نه دي حاضر شوي. د نوموړي په وینا، د هغو مرکو له مخې چې د مخکیني حکومت له سقوط وړاندې له بڼوالو سره شوې سږ کال د بادامو حاصلات اویا سلنه کم او د کیفیت له پلوه هم زیانمن شوي دي.
ښاغلي فیروزي همداراز وویل چې وچکالي دومره سخته وه چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې بڼوالو آن یو بادام هم نه دی ترلاسه کړی. د فیروزي د مالوماتو له مخې، د دایکندي په ځینو کلیو کې آن د سیمې د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه نه وې او خلکو له نورو سیمو د څښاک اوبه راوړلې.
د دایکندي له لسو ولسوالیو، په شهرستان، میرامور، خدیر، پاتو، کیتي او د دې ولایت په مرکز نیلي کې خلک تر ډېره د بادامو له حاصلاتو خپل ورځني عواید ترلاسه کوي؛ خو په سنگ تخت او بندر، اشترلي، کجران او ناوه میش ولسوالیو کې بادام د سړې هوا له امله ښه حاصل نه ورکوي. د فیروزي په خبره، هغه ولسوالۍ چې د بڼونو ډېر حاصل یې بادام دی، د اوبو سرچینې یې د پسرلي او دوبي په باران پورې تړلې دي، خو سږ کال د اورښت د نشتوالي له امله بڼ لرونکي سخت زیانمن شوي دي.
د دایکندي بڼ لرونکو تېر کال له خپلو ځمکو کابو ۲۵ زره متریک ټنه بادام ترلاسه کړي وو، خو د دغه ولایت د کرنې د مخکیني رییس د مالوماتو له مخې، سږکال د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر کم شوي دي. فیروزي وایي، د بادامو حاصلات له ۲۵ زره متریک ټنو څخه اوه زره او ۵۰۰ متریک ټنو ته راکم شوي دي. په داسې حال کې چې وچکالۍ، کورونا وبا، بې وزلۍ او وزګارۍ ټول هېوادوال سخت زیانمن کړي، د بادامو د حاصلاتو کمښت ددغه ولایت اوسېدونکي ناهیلي او له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
له دې مخکې، د دایکندي بڼ لروونکو تل شکایت درلود چې سوداګر د دوی حاصلات په ټیټه بیه پېري او غزني، کابل او کندهار ولایتونو ته یې له لېږدولو وروسته له هېواده بهر ته صادروي. د دوی په وینا، په ډېری موردونو کې د دایکندي بادام د نورو ولایتونو په نوم بسته بندي او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.
دایکندي، د بادامو د تولید او کیفیت له پلوه ددغه محصول د تولیدونکو ولایتونو په منځ کې لومړی ځای لري. د دایکندي بادامو اوس په نړیوالو بازارونو کې هم پراخ شهرت خپل کړی دی. د دایکندي د کرنې ریاست د مالوماتو پر بنسټ، تراوسه په دغه ولایت کې ۲۴ ډوله بادام پېژندل شوي چې نوموړې ادارې یې بېلګې هم برابرې کړې دي. تېر کال ددې ادارې مسوولینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې په دې ولایت کې د بادامو د نورو ډولونو په اړه د مالوماتو په راټولولو کار روان دی.
د دایکندي بادام له دې مخکې، متحده عربي اماراتو، هند، ازبکستان او ځینو اروپايي هېوادونو تو صادرېدل، خو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته، د ډېری حاصلاتو په تېره بیا د دایکندي د بادامو صادرات له ستونزو سره مخ شول. سږ کال د مخکیني دولت له سقوط او د نوي حکومت په رامنځته کېدو په اقتصدي او ټولنیزو برخو کې ستونزې رامنځته او د هېواد د صادراتو بهیر له ځوړتیا سره مخ شوی دی.