یونیسف په غور ولایت کې خپل فعالیت وځنډوه

۸صبح، غور: غور کې باخبره سرچینې وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په دې ولایت کې خپل فعالیت ځنډولی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې یونیسف له چهارشنبې ورځې (د وري له ۲۴ مې)، خپل فعالیت په غور ولایت کې ځنډولی دی.
د سرچینو له خولې، یونیسف غور ولایت کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې طالبانو له خلکو نه ددغه بنسټ لخوا ور وېشل شوې مرستې، بېرته واخیستې.
تر دې وړاندې، یونیسف په ځلونو د مرستو په وېش کې، د طالبانو په لاسوهنې نیوکه کړې وه؛ خو طالبانو تل دغه ادعا رد کړې وه.
په غور کې د یونیسف کارکوونکي، د امنیتي ګواښونو له امله په دې اړه مرکې ته حاضر نشول.
ویل کیږي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د پراختیا ادارې ویلي وو چې طالبان ددغه بنسټ او نورو بنسټونو د مرستې رسونې په بهیر کې لاسوهنه کوي او په ځینو مواردو کې د هغوی د کارکوونکو په اړه معلومات غواړي.