۸صبح، کابل: هلمند کې ځايي چارواکي وايي، چې بېګاه د دغه ولایت ناوې ولسوالۍ د «باغرانیان» سیمه کې نامعلومو وسلهوالو یو ملکي کس په خپل کور کې وژلی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو نن یکشنبه د وري پر ۷ ویلي، چې وژل شوی کس رحمتالله نومېده.
د ځايي مسوولانو په خبره، دا کس د لښکرګاه اصلي اوسېدونکی و او د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې اوسېده.
تر اوسه د دغې وژنې انګېزه نه ده روښانه؛ خو چارواکي وايي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ځينو سیمو کې مرموزو وژنو خلک اندېښمن کړي دي.