د قطر شاهي کورنۍ په مالي لګښت تېره پنجشنبه د غويي پر ۷مه په هلمند ولايت کې د يو ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د هلمند طالب سیمهییزو مسوولانو د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبرې ايښودلو په مراسمو کې ویلي چې د ملا هیبتالله د ځانګړي حکم پر بنسټ د ښارجوړونې وزارت په نقشه بندۍ يې د قطر هېواد شاهي کورنۍ په مالي ملاتړ د ۵۰۰ یتیمو او بي سرپرسته کورنيو لپاره د دغه ښارګوټي چارې پیل کړي دي.
په دې مراسمو کې د طالبانو د ښارجوړوني وزير حمدالله نعماني ویلي چې په ټول هېواد کې د سرپناه د نشتوالي ستونزه موجوده ده او په وينا يې، دوی اوس په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې دغه ډول ښارګوټي جوړ کړي.
د طالبانو یاد وزير وویل چې په دغه ښارګوټي کې به د استوګنیزو کورونو ترڅنګ مجهز روغتون، ښوونځۍ، جومات او د اوبو سیسټم موجود وي؛ خو نوموړي دا ونه ویل چې پر ياد ښارګوټي څومره لګښت راځي او زياتوي چې دوی به دا تازه جوړېدونکی ښارګوټی پر هغو کسانو ووېشي چې بيسرپرسته وي او د کورنۍ غړي يې په تېرو جګړو کې وژل شوي وي.
هلمند ولايت څخه ۸صبح ورځپاڼې ته رسيدلي راپورونه څرګندوي چې د قطر د شاهي کورنۍ په مالي لګښت ياد ښارګوټی د طالبانو د هغو کسانو د کورنيو لپاره جوړېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی په ليکو کې وژل شوي دي.
د هلمند ولايت يو اوسيدونکي حاجي عبدالولي وويل چې دا مهال په هلمند ولايت کې په زرګونه کورنۍ بي سرپناه دي او د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبرې ايښودلو څخه وړاندې يې له طالبانو غوښتنه کړې چې په ښارګوټي کې ورته د پناه ځای ورکړي؛ خو زياتوي، د طالبانو له خوا ورته ويل شوي چې په دغه جوړېدونکي ښارګوټي کې هغو کسانو ته د استوګنې کورونه ورکول کېږي چې د دوی په ليکو کې جنګېدلي وي.
هغه وايي چې د قطر شاهي کورنۍ له خوا افغانانو سره د مرستې په نوم د دغه ډول ښارګوټو د جوړېدو صلاحيت ټول له طالبانو سره وي او هغه چاته پکې برخه ورکوي چې د دوي خوښه وي.
نوموړی وايي چې د قطر د شاهي کورنۍ له خوا دا ډول مرستې په دوامدار توګه د طالبانو له خوا ترسره کېږي.
نوموړي وويل: «که دا کورونه وي، که ښارکوټی وي او که هره شی وي چې ټول واک يې طالبانو ته ورکړي نو دا ښکاره خبره ده چې هغوی يې هغه چاته ورکوي چې د دوی خوښ وي، زه باوري یم چې دوه سلنه لا ولاکه ولس ته ورکړي.»
ورته مهال د هلمند ولايت يو شمېر نور اوسيدونکي هم په ورته نظر دي او وايي چې دا ډول مرستې د قطرد شاهي کورنۍ له خوا په مستقيم ډول طالبان تمويلوي.
د هلمند ولايت يو مدني فعال چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې ذکر شي ۸صبح ته يې وويل چې د قطر د شاهي کورنۍ له خوا د مرستې په نوم د طالبانو مالي ملاتړ د ترهګريزو سازمانونو ملاتړ دی.
هغه وايي په هلمند ولايت کې د سعودي عربستان، قطر او نورو عربي هېوادونو مرستې چې د عامو افغانانو په نوم ترسره کېږي ټول واک یې د طالبانو په لاس کې دی او هغه کسان ترې برخمن کېږي چې د طالبانو خوښ وي.
دی زیاتوي: «دا يوازې ښارګوټۍ نه دی چې خلک ترې شکايت کوي او د طالبانو کورنيو ته رسېږي، ټول عربي هېوادونه چې د افغانستان په هر ولايت کې مرسته کوي تاسو يې څيړنه وکړئ چې مکمل کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دی او نوم يې د عام ولس ورکړی، په دغه ډول مرستو کې هېڅ کنټرول نه وي، په ډېرو کې فساد هم کېږي، طالبان دا ډول مرستې په خپل منځ کې وېشي.»
د هلمند ولايت يو بل اوسيدونکي ضمير احمد وويل چې د تېرو درېيو مياشتو راهیسي طالبانو په ياد ښارګوټي کې خپلو کسانو ته د کورنو ورکولو په هدف نوم ليکنه پیل کړې ده.
هغه وايي چې په ياد ښارګوټي کې ډېر د استوګڼي ځايونه د طالبانو د ځانمرګو بريدګرو کورنيو او د هلمند د والي ملا طالب خپلوانو ته ورکول کېږي.
ده ۸صبح ته وویل:« شاوخوا دوه مياشتې وړاندې دلته سروې کېده او طالبانو ویل چې خلکو ته کورونه ورکوو، خو حقیقت دا دی چې طالبان دا کورونه د خپلو ځانمرګو بریدوګرو کورنیو ته ورکوي، دلته له نوم لیکنې وروسته مونږ خبر شوو چې اکثره د هلمند د والي د خپلوانو نومونه پکې لیکل شوي دي.»
د هلمند والي ملا طالب د طالبانو د مشر ملا هیبتالله ته له نږدې او مهمو کسانو څخه ګڼل کېږي.
دا یوازې په هلمند کې د قطر په مالي ملاتړ يو ښارګوټی نه دی چې د طالبانو د خپلو کسانو لپاره جوړېږي؛ بلکې قطر او سعودي عربستان د طالبانو يو شمېر مشرانو ته په بېلابېلو ولايتونو کې ديني مدرسي هم جوړې کړي او په دوامدار توګه د دغو مدرسو ملاتړ کېږي.