۸صبح، کابل: د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) د کابل ښار په خیرخانه روغتون کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د نوې څانګې پرانیستلو خبر ورکړی دی.
ډبلیواېچاو جمعه د غويي پر ۲۱مه په یو بیان کې لیکلي چې دا نوې څانګه د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره په طبي وسایلو، درملو، روغتیايي کڅوړو او شیدو جوړونې سمبال ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي جمشید تنولي وویل: «د کابل په خیرخانه روغتون کې د خوارځواکۍ د درملنې دا نوې څانګه په افغانستان کې د زیانمنو خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره زموږ په موخه کې یو بنسټیز ګام دی.»
تنولي ویلي دي چې دا اداره د طالبانو تر واک افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د کمښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ډبلیواېچاو چارواکي زیاته کړې ده: «د اضافي سرچینو له تحرک پرته، ډبلیواېچاو او په افغانستان کې شریکان به یې د خوارځواکۍ له کبله د ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه محرومو سیمو کې چې ماشومان، مېرمنې او بوډاګان پکې وي، مبارزه وکړي.»
د نوموړي سازمان په خبره، افغانستان یو خورا سخت خوراکي ناخوندیتوب سره مخ دی، چې ۱۵.۸ میلیونه افغانان یې اغېزمن کړي دي.
د روغتيا د نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د تېر اپرېل تر مياشتې پورې په هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر ۲.۵ ميليونو ته رسېدلى دى.
په بیان کې همداراز راغلي چې د روغتیا سیسټم ظرفیت چې د تغذیې په ګډون اړینو روغتیایي خدمتونو ته برابر لاسرسی ډاډمن کړي، په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د بودیجې د کمښت له کبله محدود دی.
د یاد نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، تېرکال د بوديجې کمښت په هېواد کې د ۴۸۲ ثابت او ګرځنده روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی دی.
د دغو مرکزونو تړل کېدو درې میلیونه افغانان چې پکې تر ۶۰۰ زرو ډېر ماشومان او عمرونه یې له پنځو کلونو کم او شاوخوا ۲۴۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې دي، اغېزمن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی و چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانان پر روغتیايي مرستو متکي دي.