۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د طالبانو له بندخونې د نجونو زدهکړو د حقونو فعال احمدفهیم عظیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په دې اعلاميه کې چې دوشنبه د غویې پر ۳مه خپره شوې راغلي، عظيمي له شپږو مياشتو راپدېخوا د طالبانو په زندان کې دى.
د دوی په خبره، احمدفهیم عظیمي باید له «ځنډ پرته» د طالبانو له خوا خوشې شي او په بندخونې کې د هغه د ساتلو لپاره هېڅ توجیه نشته.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعانو او د پوهنې فعالانو د نیولو څپې په هکله ډېر اندېښمن یو چې ظاهراً د کار او زدهکړو په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ پورې تړاو لري.»
د نوموړي سازمان د کارپوهانو په اعلامیه کې زیاته شوې: «پوهنې ته لاسرسی یو بنسټیز حق دی. دا اړینه ده چې د هغو کسانو ملاتړ او ساتنه وشي چې د دې حق پراخولو هڅه کوي، نه دا چې تر څارنې لاندې ونیول شي.»
احمدفهیم عظیمي او صدیقالله افغان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۱۷مه د کابل ښار د کارته چهار سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شول.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د دغو دوو کسانو د قضیې په تړاو له طالبانو سره په رسمي ډول اړیکه کې دي.
د تېرکال د مرغومې په ۱۴مه سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و طالبانو له ۷۲ ورځو وروسته احمدفهیم د دغې ډلې د استخباراتو له ۴۰م ریاست څخه د پلچرخي بندخونې ته لېږدولی دی.