د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په لړ کې له دغه هېواد سره د همکارۍ اته هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، دا هوکړهلیکونه دوشنبه د اپريل پر ۲۲مه د ابراهیم رییسي او پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف په حضور کې لاسلیک شوي دي.
دغو هوکړهلیکونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، قضايي او سوداګریزو اړیکو کې د همکارۍ پراختیا شامله ده.
د ایران ولسمشر سېدابراهیم رییسي نن د یو لوړ پوړي سیاسي – اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
له دې وړاندې ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی و چې رییسي ته د پاکستان ولسمشر اصفعلي زرداري د سفر بلنه ورکړې وه.
ټاکل شوې چې رییسي د دغه درې ورځني سفر په لړ کې له خپل پاکستاني سیال سره هم لیده کاته ولري.
د ایران ولسمشر داسې مهال پاکستان ته رسېدلی چې د روان زېږدیز کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې دواړو هېوادونو د یو بل پر خاوره بریدونه وکړل.