۸صبح، کابل: په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري «د خلکو د نیونې پر مهال» له یو زرو ۶۰۰ زیاتې د بشري حقونو د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ د (وږي میاشتې۲۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه «شکنجې، ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک چلندونه» دي.
د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د روان کال تر جولای پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.
له دې جملې څخه په افغانستان کې د بشري حقونو ۱۱ سلنه سرغړونې په ښځو پورې اړه لري.
د راپور له مخې، د بشري حقونو په سرغړونو کې جبري اقرار، ځورول، وهل ټکول، له چت څخه راځړول او د برېښنا شاټونه شامل دي.
په دې راپور کې هغه موارد چې په کافي اندازه معتبر او د باور وړ نه وو، نه دي ویل شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ښيي چې په ټول هېواد کې د افغان مېرمنو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک په دې راپور کې ویلي: «د وهلو ټکولو شخصي کیسې، د برېښنا شاټونه، د اوبو شکنجې او ډېر نور له سپکاوي ډک چلندونه د افرادو او د هغوی کورنیو پر وړاندې د ګواښونو ترڅنګ زړه بوږنونکي دي.»
دغه راپور په ډاګه کوي چې شکنجه هم د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
ترک له طالبانو غوښتي چې «د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات او عاملین یې ځواب ورکړي.»
په دغه راپور کې د شکنجې او له «سپکاوي ډک» چلندونو په اړه ویل شوي چې په ۲۵۹ قضیو کې فزیکي او ۲۰۷ قضیو کې رواني ځورونې شاملې دي.
دا راپور د ۴۴ سلنه ملکي وګړو، ۲۱ سلنه د تېر حکومت دولتي یا امنیتي کارکوونکو، ۱۶ سلنه د مدني او یا بشري حقونو ټولنو غړو، ۹ سلنه د وسله والو ډلو غړو او ۸ سلنه د خبریالانو او رسنیو د څرګندونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له لوري د بشري حقونو د وضعیت او له هغې څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.