۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یو ۶۵ کلن سړی د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، دغه کس عبدالخالق نومېده چې په خان لالا مشهور و او د جمعې په شپه د وږي په ۱۰مه د سیدخېلوولسوالۍ د محمدامین خېلو په کلي کې وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، خان لالا تېره شپه په خپل کور کې د ښکار ټوپک په ډزو وژل شوى دى.
که څه هم تر اوسه د هغه د وژنې انګیزه او عاملین نه دي معلوم، خو سرچینې وايي، ممکن دا سړی د کورنۍ دښمنۍ له امله وژل شوی وي.
سرچینه ادعا کوي، چې دغه کس شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خپلو خپلوانو له لوري په مرګ ګواښل شوی و او په دې هکله یې له طالبانو سره هم خبرې کړې وې، خو د دې ډلې امنیتي مسوولانو له پامه غورځولی و.
په پروان کې طالب مسوولان هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې د خان لالا د وژنې په تړاو يې شپږ تنه د دې ډلې له لوري نيول شوي دي.
د ویلو ده چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې او مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې یو شپیته کلن سړی په مرموز ډول وژل شوی و.