تایوان ته د هایکوي توپان له رسیدو وروسته په دغه هېواد کې کورنۍ الوتنې لغوه او لږ تر لږه درې زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دغه توپاني باران او قوي بادونه به د سپتمبر له ۲مې سهار وروسته د تایوان په جنوب ختیځ کې غرني او لږ نفوس لرونکي سیمو ته ورسېږي.
د تايوان ولسمشر تسای اینګ ون د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، دا لومړی توپان دی چې په تېرو څلورو کلونو کې دغه ټاپو ته رسېدلی او د هېواد له مرکزي غرونو څخه تېرېږي.
هغه د خپل هېواد له خلکو غوښتي چې بهر ته له تګ ډډه وکړي او غرونو، ساحلونو، کب نیولو او د اوبو لوبو ته دې نه ځي.
هایکوي د سایولا په پرتله ډېر کمزوری توپان دی چې پرون یې هانګ کانګ او د چین سویلي ښار ګوانګدونګ وځپل.
تمه کیږي چې هایکو به یوازې د کټګورۍ ۱ یا ۲ توپان وي.
اټکل شوی چې هایکوي توپان به د تایوان سويل له لارې چین ته ورسېږي.