د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د استولو له کبله پر امریکا نیوکه کړې ده.
دغه وزارت یکشنبه د اپرېل پر ۲۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو اوونیو کې په پټه اوکراین ته د روسیې پر ضد د جګړې لپاره اوږد واټن ویشتونکي توغندي استولي دي.
د شمالي کوريا د دفاع وزارت په اعلاميه کې د دغه وزارت د بهرنيو چارو د پوځي برخې مدیر په حواله راغلي: «امريکا په پټه اوکراين ته اوږد واټن ويشتونکي توغندي استولي دي چې دا کار يې د نړۍوالې ټولنې د اندېښنې لامل شوی دی.»
هغه خبرداری ورکړی چې امریکا به هېڅکله ونه شي کولای چې اوکراین ته د وروستیو وسلو او یا پوځي مرستو په ورکړې سره د روسیې «اتل» پوځ او خلکو ته ماتې ورکړي.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د معلوماتو پر بنسټ، په دې وروستیو کې د پیونګیانګ او مسکو ترمنځ پوځي اړیکي مخ پر زیاتېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه امریکا پر شمالي کوریا تور پورې کړی و چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره پوځي مرستې کوي.
وروسته له هغه چې د شمالي کوریا مشر تېرکال له مسکو سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه، امریکا ویلي و چې پیونګیانګ مسکو ته نورو وسلو د ورکړې پلان لري.
هغه مهال د شمالي کوریا حکومت د واشنګټن دا تورونه رد کړي وو.