۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دیني ازادۍ وضعیت سخت خراب شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دیني ازادۍ لپاره شرایط ناوړه شوي دي.
بلینکن دا څرګندونې په واشنګټن کې د دیني او مذهبي ازادیو په هکله د دغه وزارت د ۲۰۲۱ کال د راپور وړاندې کولو پر مهال کړې دي.
هغه د نړۍ په ځینو هېوادونو کې پر دیني ازادۍ لګول شوي محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل، دیني ازادي د امریکا لپاره لومړیتوب لري.
بلینکن د افغانستان تر څنګ، پر پاکستان، سعودي عربستان، چین، ایران، شمالي کوریا او برما هم نیوکې کړې او په دغو هېوادونو کې یې د بشري حقونو او دیني ازادیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پر شیعه وګړو او د صوفیانو په شان نورو مذهبي ډلو بریدونه زیات شوي دي.
همداراز د راپورونو له مخې، د هندوانو، یهودانو او نورو دینونو د وګړو لپاره شرایط ډېر خطرناک شوي دي.