۸صبح، کابل: د طالبانو له لوري د بندي امریکايي وګړي رایان کوربت د وضعیت په هکله د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال له پرلپسې اندېښنو وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د هغه د خلاصون لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند متیو میلر پنجشنبه د وري پر ۹مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې امریکايي وګړي په ناحقه نیول شوي او زنداني دي.
میلر زیاتوي: «هغه څه کولای شم چې د دولت له لوري خلکو ته ووایم دا دي، موږ هره ورځ هڅه کوو څو رایان کوربت کور ته راستون کړو.»
نوموړي ویلي چې امریکايي استازو له طالبانو سره په خپلو خبرو کې په دوامداره توګه د دغې ډلې له لوري د رایان کوربت او نورو امریکايي بندیانو د سمدستي او له قید او شرط پرته پر خلاصون ټینګار کړی دی.
میلر د کاربیټ وضعیت «غمجن» بللی او یادونه یې کړې: «طالبانو ته مو څرګنده کړې چې دا نیول د مثبت تعامل مخه نیسي.»
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا به له هر ډول امکاناتو کار واخلي څو له افغانستانه رایان کوربت او نور هغه امریکایان چې په ناحقه بندیان دي، خپلو کور ته راستانه کړي.
کوربت د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري نیول شوی و چې اوس یې په زندان کې ۶۰۰ ورځې پوره کېږي او لا هم د هغه د ناوړه روغتیايي وضعیت په هکله راپورونه خپاره شوي دي.