۸صبح، کابل: یوه امریکايي چارواکي جمعه د سلواغې پر ۸ اېبيسي نیوز شبکې ته ویلي، چې د افغانستان لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محصلینو معتبر پروګرام «فولبرایټ» وځنډېږي.
تېر کال د دې پروګرام لپاره ۱۴۰ کسان غوره شوي وو؛ خو د امریکا له وتلو او د کابل له سقوط وروسته د دې پروګرام برخلیک له ابهام سره مخ شو.
ايبيسي نیوز ویلي، چې د دې پروګرام د ځنډېدو خبر جمعه ماسپښين له میاشتو ځنډ وروسته له غوښتنوالو سره د مرکې پر مهال شریک شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم ايبيسي نیوز ته ویلي، چې د ۲۰۲۲-۲۳ تعلیمي کال لپاره په افغانستان کې د فولبرایټ پروګرام د ستونزو له امله ځنډېدلی دی.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې د افغان غوښتنوالو هڅې درک کوي او دا پرېکړه ناهیلي کوونکې ده.
د اېبيسي شبکې د راپور له مخې دا موقع یوازې د هغو غوښتونکو پورې محدوده نه ده، چې سیمی فاینل ته رسیدلي؛ بلکې په حقیقت کې دا پروګرام د اوس لپاره ځنډول شوی دی.
دغې شبکې ویلي: «اوسمهال موږ له افغانستانه د فولبرایټ پروګرام غوښتونکي نه منو. که شرایط بدل شي چې یو ځل بیا د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ پروګرام پيل کړو، موږ به بیا د هغوی غوښتنې وغواړو.»
د فولبرایټ پروګرام او د هغې ګټې د افغانستان څخه د ۱۰۰ څخه زیاتو فولبرایټ زده کونکو لپاره چې په متحده ایالاتو کې زده کړې کوي، دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د محصلینو د راستنېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د فولبرایټ پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تعلیمي او کلتوري چارو دفتر لخوا اداره کېږي.