تېره اوونۍ د هغو هېوادونو سفیران چې په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور لري، په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وکتل. ویل شوي چې دا لیدنه د طالبانو د مشر په غوښتنه شوې ده. د فارن پالیسي په راپور کې د سفیرانو دا لیدنه د «احضار» په توګه تعبیر شوی. په دغه راپور کې ویل شوي، چې په کندهار کې د طالبانو د علماوو له شورا سره یو نیم ساعت ناسته هم د یوناما په اجنډا کې شامله ده.
په کندهار کې د ملا هبت الله د مېشت کېدو تاریخ ته په پام سره چې د هغه د مخکیني مشر ملا محمد عمر د کړنلارې پر بنسټ دی، دا غونډه د طالبانو د مشرتابه په چلند کې د بدلون څرګندونه کوي. خو د دې دود د ماتولو تر شا څه دي او د طالبانو داخلي بدلونونه او پرمختګونه څه ډول دي؟
خپلواکې سرچینې وايي، دا بدلونونه د طالبانو د خپلمنځي رقابت په دوام پیښېږې او د طالبانو مشر د کابل د واک پر وړاندې د کندهار د واک د زیاتولو په لټه کې دی. د فارن پالیسي په راپور کې دا هم راغلي چې ښايي دا سفر د ملا هبت الله د هڅو هغه نښه وي چې کندهار مرکزي کړي او بېرته یې هغه حالت ته راولي چې د ملا عمر په وخت کې وو. تر دې وړاندې هم د طالبانو په موقته کابینه کې بدلونونه راغلي وو، چې اصلي لامل یې کابل ته د ملا هبت الله د نږدې کسانو راوستل بلل کېږي. په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو اوسنی سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم او د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا چې د ملا هبت الله له نږدي کسانو څخه بلل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نامعلوم برخلیک
سرچينه دا هم وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طالبانو د استخباراتو رياست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت تر سخت فشار لاندې دی چې دا داوړه اداري – ملا هبت الله ته – د نږدې کسانو په لاس کې دي. ویل کیږي چې په عمل کې د رسنیو کنټرول همدغو دوو نورو سخت دریځو بنسټونو ته سپارل شوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لاسونه په دې ماموریت کې په عملي توګه لنډ شوی. ویل کیږي چې دغه دوه بنسټونه باید مستقیماً ملا هبت الله ته راپور ورکړي.
تر دې مخکې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان رسنیو د وضعیت په اړه خپور شوی و، ادعا کړې وه چې «د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو دولتي ادارو په ځانګړې توګه د طالبانو د استخباراتو د ریاست تر منځ د رسنیو د کنټرول په برخه کې نرمه سیالي رامنځ ته شوې ده.» داسې ښکاري چې دا نرمه سیالي نوره هم جدي شوې او عام ډګر ته راوتلې ده.
سرچينه دا هم وايي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير مولوي خيرالدين خيرخواه هم «بي صلاحیته» شوی دی. خیرخواه د کرزي د حکومت پر مهال او د هغه په مستقیمه غوښتنه او د هغه موسسی په وکالت چې حکمت خلیل کرزي يې مشري کوله له ګوانتانامو څخه راخوشې شو. حکمت خلیل کرزي په هغه وخت کې الجزیرې ته ویلي وو چې «ښاغلی خیرخواه د طالبانو په منځ کې د درناوي وړ څېره ده او هغه کسان چې خیرخواه پېژني د یوه معتدل شخصیت په توګه یې یادوي. موږ باور لرو چې هغه کولی شي د طالبانو د ادرس [د طالبانو دفتر چې وروسته په قطر کې تاسیس شو] په جوړولو کې مرسته وکړي، کوم چې د سولې پروسې لپاره اړین دی.»
د امیرخان متقي نامعلوم راتلونکی
همدا ډول سرچینې وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حاشیه ته تلونکی دی. د طالبانو په مشرۍ د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته متقي ژمنه کړې وه چې په شپږو میاشتو کې به نړۍ طالبان په رسمیت وپېژني خو هغه نشي کولی دا دنده ترسره کړي؛ خو د نړۍ لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د ځنډ له امله هغه تر فشار لاندې دی او حاشيې ته تلونکی دی. د هغه د ځای ناستي په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د کندهار په سفر کې سفیران د یوناما له خوا لیږدول کیدل او همغږي د یوناما له خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ګډون پرته ترسره کیدله، چې معمولاً دا ډول غونډې د بهرنیو چارو وزارت تنظیموي.
داسې ښکاري چې درې بدلونونه: ۱. ملا هبت الله ته د نږدې کسانو ځای پر ځای کول؛ ۲. ملا هبت الله ته د قوي ادارو نږدېوالی؛ ۳. په هغو مسلو کې د هغه مستقیمه ښکیلتیا چې مشر په دودیز ډول ترې ډډه کوي، د طالبانو د مشرتابه هڅې ښیي چې د واک لپاره د طالبانو ډلو تر منځ په سیالۍ کې یې خپل دریځ ټینګ کړي. د طالبانو مشر یو افراطي شخصیت بلل کېږي او دا بدلونونه ښايي د وضعیت د لا ترینګلتیا لامل شي.