په هره ټولنه کې بې وزلي او لوږه د هغې ټولنې په ټولنیزو اړیکو او وګړنیزو مسوولیتونو کې جرړې لري. ځکه کله چې د ټولنې وګړي د یو بل په وړاندې د مرستې او همکارۍ احساس ونه کړي د وخت په تېرېدو سره د تعاون او همکارۍ احساس پيکه او له منځه ځي چې په دې توګه شتمن لا شتمن او بې وزلي لا پراخېږي. زموږ هېواد په داسې یوه سیمه کې پروت دی چې له بده مرغه په هره برخه کې یې له یوې خوا چاودنې، وژنې او وینې توېیدل روان دي او ترڅنګ یې ځینې وګړي د بې وزلۍ او د نه همدردۍ او همکارۍ له امله آن د مرګ تر پولې رسېږي چې له دغو ناخوالو ځان وژغوري. داسې وګړي هم شته چې لاسونه یې په فساد ککړ او په اسراف او بې ځایه لګښتونو فخر کوي او نورو ته یې له شر او ځورونې پرته یوه زره خیر او ښېګڼه هم نه رسېږي.
د بې وزلۍ د پراختیا لاملونه څه دي او ریښې یې چېرته دي؟ د هېواد په بیلابېلو ولایتونو کې بې عدالتۍ او ناخوالو خلک له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي چې په دې برخه کې ټول له استثنا پرته ګرم او مسوول یوو.
د افغانستان په ډېری ولایتونو په تېره بیا لیرې پرتو سیمو کې بې وزلي وروستي حد ته رسېدلې او بشري سازمانونو هم په دې اړه خبرداری ورکړی دی. دا چې بې وزلي څه ده، دومره بحث ته اړتیا نه لري ځکه ډېری افغانانو په اوسني وخت کې دا چاره تجربه کړې ده.
مهمه مسله د بې وزلۍ پایلې او له هغې سره د مبارزې لارې چارې دي. د بې وزلۍ پایلې دا دي چې ټولنیز ارزښتونه له منځه وړي، په ټولنه کې د جرمونو، اخلاقي آفتونو، ځان وژنو، شخړو، د بدن غړو د پلورلو او آن ځینې وختونه د خپلو اولادونو د پلورلو لامل کېږي.
په ډېری موردونو کې لیدل شوي چې میندې او پلرونه دې ته اړ شوي، د بدن غړي وپلوري او هر سخت کار ته اوږه ورکړي ترڅو د ځان او اولادونو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي چې دا د بې وزلۍ او اړتیا د وروستي حد ښودنه کوي.
روښانه ده چې دا یو زړه بوږنوونکی وضعیت دی؛ خو مسوول څوک دي او څه باید وشي؟ باید ووایو چې په دې برخه کې د ټولنې هر وګړی مسوول دی او بایده دي چې وضعیت ته بدلون ورکړو. دولت په لومړي سر کې مسوولیت لري ځکه د بې وزلو وضعیت ته پاملرنه یې باید لومړیتوب وي، خو آیا دولت داسې هڅې کړې دي؟
په ښکاره دولت په ځینو موردونو کې یو څه هڅې کړې. په دې برخه کې یو شمېر پروګرامونه لکه ملي دسترخوان او د خوراکي توکو په بدل کې کار چې دا پروګرامونه د خلکو له نیوکو سره مخامخ شوي او په هغې کې د درغلیو او غلا تورونه لګول شوي دي. زیات شمېر موسسې هم له بې وزلو سره د مرستې ادعا لري چې تر یوه بریده دا ډول مرستې هم شوې هم خو ډېرې کمې دي.
خو اصلي خبره د ټولنې د عادي وګړو ده، ځکه په ټولنه کې ټول وګړي په یو ډول د یو بل په وړاندې مسوولیت لري، داسې ښکاري چې انسانانو له یو بل سره د همدردۍ او همکارۍ مسوولیت چې د اسلام په سپېڅلي دین کې پرې ټینګار شوی له یاده ایستلی، همداراز که چېرې په ټولنه کې شتمن وګړي په خپل وخت د زکات پیسې ورکړي په ټولنه کې به هېڅ بې وزله پاتې نه شي. که څه هم ټول دولت ګرم بولي چې د نیوکې وړ هم دی، خو په خپله موږ هم تر ډېره ګرم یوو. که د ټولنې هر وګړی د ناوړه دودونو، بې ځایه لګښتونو او لوکسو توکو پر ځای سپما وکړي او هغه پیسې له بې وزلو سره مرسته وکړي په ټولنه کې به د بې وزلۍ ریښې وچې شي.
تاریخ ښودلې د مرستې او همکارۍ پایلې آن په کوچنیو او متوسط اقتصاد لرونکو ټولنو کې لیدل شوې دي. په تېرو وختونو کې په ځینو کلیو او بانډو کې کلیوالو له یو بل سره د زره له اخلاصه او صادقانه مرسته کوله آن ځینې کورنۍ چې په خپله به هم دومره شتمنې نه وې خو کله به چې یو کلیوال له ستونزو سره مخامخ و د هغه لاسنیوی به یې کاوه. خو په اوسني وخت کې دا اصل ډېر پيکه شوی، که څه هم د ژوندانه امکانات تر پخوا ډېر ښه شوي او د تېرو وختونو په پرتله سرچینې او وسایل زیات شوي خو هغه د مرستې او همدردۍ احساس له منځه تللی او یا په بله وینا دا احسان مړ شوی دی.
نو راځئ چې د انسان او بیا د مسلمان په توګه چې د بې وزلو پر لاسنیوي ټینګار شوی خپل رول ادا او د تعاون او همکارۍ احساس په ځان کې راژوندی کړو. د مرستې او همکارۍ ارزښتونه راژوندي کړو، ناوړه دودونو او اسراف څخه ډډه وکړو، په ځانونو کې د مثبت بدلون لپاره هڅې وکړو د خپل وجدان آواز ته ځواب ورکړو او په ټولنه کې خپل ټولنیز مسوولیت ترسره کړو چې هغه له یو بل سره مرسته او همکاري ده.