د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې تمه ده په کابل ښار کې د تېر په پرتله «په پټه توګه» او په پرمختللې ټکنالوژۍ امنيتي کامرې ولګول شي. دغه اقدام د جنايي جرمونو، هدفي وژنو او د مينونو د چاودنو له ډېرېدو وروسته کېږي. اوس د ولسمشر د لومړي مرستيال مطبوعاتي دفتر وايي چې د امنیتي کامرو د پېرلو او نصبولو چارې دوام لري او ډېر ژر به کابل ښار او د پلازمیني دروازې په امنيتي کامرو وپوښل شي. د ولسمشر د لومړي مرستيال د مطبوعاتي دفتر د مسؤلينو په وينا، دمګړۍ ۲۰۰ امنیتي کامرې د کابل ښار په ۷۳ بېلابېلو سيمو کې لګول شوې دي. دغه مسؤلين وايي چې، د کابل ښار پر ډېرو زيان ليدونکو سيمو کار روان دی او په هغو سيمو کې به امنیتي کامرې ولګول شي چې ډېرې زيان منونکې دي. د کورنيو چارو وزارت هم مني چې د امنيتي کامرو د پېرلو او نصبولو کار روان دی. د مسؤلينو په وينا، ځينې زيان منونکې سيمې په ګوته شوې او تمه ده په دغو سيمو کې ډېرې امنيتي کامرې ولګول شي.
په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او ناامنۍ په ډېرېدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال چې د کابل ښار د امنيت د ټينګښت مسؤلیت په غاړه لري، اعلان وکړ چې پرمختللې امنيتي کامرې د کابل ښار د کنټرول په پار نصبوي. که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د دغو کامرو د لګولو لپاره ټاکلې موده نه وه ټاکلې، خو ويلي يې ؤ چې دغه ستر پروګرام به ډېر ژر په کابل ښار کې پلی شي. د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي ؤ چې دا کار د ۱۰۰ ميليون ډالرو په لګښت عملي کېږي او له افغانستانه ملاتړي هېوادونه يې لګښت ورکوي. نوموړي ټينګار کړی ؤ چې په دغه کار سره به د «ترهګر او لوټمارو» لپاره ساحه تنګه او پېچلې شي. اوس مسؤلين وايي چې د دغو دستګاوو د لګولو او پېرلو بهیر دوام لري خو تر دې دمه لا نه دی بشپړ شوی. د ښاغلي صالح د مطبوعاتي دفتر غړی ضيا ورسجي ۸صبح ته وويل چې دا بهیر په چټکۍ سره روان دی او تراوسه په درېيو هغو زيان منونکو سيمو کې چې د جرم زېږېدونکې سیمې بلل کېږي پرمختللې امنيتي کامرې لګول شوې دي. د نوموړي په وينا، په دغو درېیو سيمو کې شاوخوا ۲۰۰ امنيتي کامرې لګول شوې دي.
که څه هم ښاغلي ورسجي د ځينو دلايلو له مخې، د دغو سيمو نومونه په ډاګه نه کړل، خو هيله مندي يې وښوده چې په دغو درېیو حوزو کې د امنيتي کامرو په لګولو سره د جرمونو کچه له ۵۰ تر ۶۰ سلنې ټيټه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، تمه ده پلازمینه او د ښار دروازې په پرمختللو امنيتي کامرو وپوښل شي چې د ترهګريزو پېښو مخه ونيول شي. نوموړي څرګنده کړه چې د دغو کامرو په لګولو سره به کابل ښار په امنې او خوندي سيمې بدل شي. د ولسمشر د لومړي مرستيال د مطبوعاتي دفتر دغه غړي وویل چې د ملي امنيت رياست د دغو کامرو د پېرلو او لګولو مسؤليت پر غاړه لري. هغه وويل، کابل ښار د دغه بنسټ له لوري د ډېرو زيان منونکو سيمو له اړخه ارزول شوی او هغو حوزو ته لومړيتوب ورکول کېږي چې د جنايي جرمونو او ترهګريزو فعاليتونو ګراف پکې لوړ وي. په ورته وخت کې نوموړي د هېوادوالو د روحي او رواني امنيت په پام کې نيولو سره د زيان منونکو حوزو نومونه نه دي یاد کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين هم وويل چې د امنيتي کامرو د پېرلو او لګولو لپاره هڅې روانې دي. هغه ۸صبح ته وويل چې دا بهیر وخت او ډېرې ځیرتیا ته اړتيا لري. آرين د دغو کامرو د لګولو بهیر مهم وباله او وې ويل چې دغه کار د جنايي جرمونو د کموالي، د ترهکريزو بريدونو د مخنيوي او د مهمو امنيتي ستونزو د پېچلتياوو د حل په موخه ترسره کېږي. د نوموړي په وينا، په همدې اساس دا پروژه د دغو بنسټونو په لومړیتوبونو کې ده او د بشپړېدو لپاره يې هڅې روانې دي.
که څه هم د کابل ښار ځینې سيمې له دې وړاندې هم په امنیتي کامرو پوښل شوې وې خو ښاغلي ارين وويل چې دا بسنه نه کوي او اوس هم زیانمنونکې سيمې شته چې کامرو ته اړتیا لري. هغه د مارکېټونو او سوداګريزو سیمو له خاوندانو غوښتنه وکړه چې دې برخه کې همکاري وکړي او په خپلو مارکېټونو کې امنيتي کامرې نصب کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه چې، پاتې سيمې لکه، واټونه، لویې او کوچنۍ کوڅې او نورې زيان منونکې سیمې هم په کامرو سمبالېږي چې د امنيتي بنسټونو له ليده پټې نه شي. په دې توګه به د مجرمينو لپاره د فعالیت ساحې تنګې او پېچلې شي او ترهګريز فعاليتونه به راکم شي.
له بله پلوه د کورنيو چارو وزارت وياند دا هم وويل چې، دغه وزارت د کابل حوزې ارزولې او هڅه کوي چې ډېرو زيان منونکو سیمو ته لومړيتوب ورکړي. نوموړي پنځمه امنيتي حوزه ترتولو ناامنه او زيان منونکې وبلله. آرين وويل، دغه حوزه په تېرو مياشتو کې د ډېرو جنايي جرمونو، هدفي وژنو او ترهګريزو بريدونو شاهده وه، نو له همدې امله امنیتي بنسټونو پر دغې حوزې ډېر تمرکز کړی دی.
دغه کامرې په داسې حال کې په کابل ښار کې لګول کېږي چې د امنيت ضد جرمونو کچه لوړه شوې ده. د امنیتي بنسټونو د معلوماتو په اساس، په تېره يوه نيمه مياشت کې يوازې په کابل کې ۳۰ چاودنې شوې دي چې له امله یې په لسګونه کابل ښاریان مړه او ټپيان شوي دي. که څه هم په دې موده کې نږدې ۲۵ ترهګريزې پېښې شنډې شوې خو کابل ښاریان د يوې اونۍ او آن يوې ورځې په اوږدو کې هم د څو چاودنو شاهدان وو. دغه وضعيت کابل ښاريان اندېښمن کړي او هغوی په دې برخه کې امنیتي بنسټونه ګرم بولي.