د تاریخ په اوږدو کې لیدل شوي او دارنګه تجربو ښودلې چې مستبد نظامونه د ولسي او عدالت غوښتنې حرکتونو له امله، په ګونډو کیږي؛ خو په یوازې ډول د غږ پورته کول او خپل سري حرکتونه، هومره چې ولسي غورځنګونه او همغږي شوي حرکتونو اغېزمن دي، لازم او ګټور اغېز له ځانه سره نه لري. موخو ته د لاسرسي او ترپښو لاندې شویو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره، اړینه ده چې ټول غږونه له یوه آدرسه پورته او ټول حرکتونه پر یوه لاره برابر کړل شي.
د تاریخ په اوږدو کې ښځې د ټولنو ترټولو زیانمنونکی او تر فشار لاندې قشر بلل شوی دی. ددې ترڅنګ چې په ټولو برخو کې د ښځو رول او اهمیت ثابت او د پام وړ دی، او له دغه واقعیت سترګې نشي پټېدلای، خو د بې برخې کېدو، محکومیتونو او تاوتریخوالي بار ولې د دوی پر غاړه وي؟ آیا د ټولنې منفي لیدلوری ددغه بدې پدیدې لامل کیږي او یا هم تبعیضي انګیزې؟
پر اوسنیو افغان ښځو د محکومیت څرنګوالی له زیاتو پوښتنو سره مخ دی، چې په دې برخه کې په کور دننه او بهر د ټولو افغان ښځینه وو له لوري د مسوولانه څېړنو او عملي کړنو، د ملي او نړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې پاملرنې ته اړتیا ده. له دغې ستونزې خلاصېدل، لازمو او سنجول شویو لارښوونو ته اړتیا لري. له شک پرته ددغو ټولو ستراتیژیو او پالیسیو پلي کول، د افغان ښځو په یووالي، همغږي او انسجام پورې اړه لري. د ښځو د نه همغږي او د همکارۍ د نشتوالي په صورت کې به نه یوازې هر ډول عدالت غوښتونکي فعالیتونه اغېزناک نه وي، بلکې د دښمنانو پر ژرنده د اوبو خوشې کول ګڼل کيدای شي.
افغان مېرمنې خپلو لوړو موخو ته د رسېدو لپاره، ترټولو وړاندې تعامل او یوبل منلو ته اړتیا لري، ترڅو د دې ټولنېزې پانګې او سیاسي نبوغ په مرسته، وکړای شي هغه کړاوونه چې د هغوی په مخکې دي، لرې کړي. نننۍ افغان مېرمنې باید د خپلو مدني حرکتونو د پېوستون او نظم په اړه لاس په کار شي. د خپلو فعالیتونو او تېرو وختونو په اړه بیاځلي فکر وکړي، ځواکمنو ټکو ته دوام ورکړي او کمزوري ټکي په ځواکمنو ټکو بدل کړي.
د نړیوالو بنسټونو په همغږي د مدني او سیاسي فعالینو له لوري د حرکتونو د همغږي کولو لپاره د موضوع د اهمیت درک کول د ښځو د غورځنګ د همغږي کولو او انسجام لپاره ترلاسه شوی فرصت ګڼل کېدای شي. مهم ټکی، له هغو د ګټې اخیستنې څرنګوالی دی چې باید ضایع نه نه کړای شي. د مبارزې لاره، د ستونزو او کړاوونو لاره ده. له نېکه مرغه چې افغان اتلې او زړورې ښځې د خپلو ترلاسه کړیو تجربو له مخې، د مبارزو پر لارو چارو او ژبې ډېر ښه پوهېږي.
په هېواد کې د سړکونو پر سر اعتراضونو او له فشار راوړونکو پوښتنو او له اجباري اعترافانو سره مخ کېدو ته په پام سره، د وېرې او وحشت پراخوالی څو برابره شوی دی. ددغو ټولو تاوتریخوالو کړنو تحمیلول، له هېواده د بشر د حقونو او د ښځو د فعالینو اجباري کډوال کېدل، د هېواد په دننه کې د ښځو لپاره د مبارزو بار نور هم دروند کړی دی.
له بل پلوه، په نورو هېوادونو کې بې کوره شوې ښځې او فعالینې چې د افغانستان په دننه کې کې د ښځو وضعیت ته اندېښمنې دي، په غیر منظم ډول فعالیت کوي. د ګوتو په شمېر نارینه وو چې پخوا د مبارزو ښځو ترڅنګ ولاړ وو، د اوسني وضعیت له امله یې مبارزې پرېښي دي. د ښځو پر وړاندې د ډیموکراسۍ پلوه ټولنو ناڅرګند دريځ، د مبارزې په ډګر کې د ښځو د یوازیتوب ښکارندوی دی. اوس د ښځو د هیلو پوره کېدل تر هر بل وخته ستونزمن شوي، خو ناممکنه نه دي.
په اوسني وضعیت کې چې حاکم نظام مستبدانه او فشار راوړنکي کړنې ترسره کوي، لازمه ده چې افغان مېرمنې د خپلو مبارزو په پالیسیو کې لازم بدلونونه راولي او د وخت د غوښتنې سره سم نوي میکانیزمونه پلي کړي.
د مطلوبو پایلو لاسته راوړلو لپاره، اړتیا ده څو افغان مېرمنې د مبارزې وړتیاوې او ابزارونه بیاځلي تعریف کړي.
اوس د تېرو تېروتنو د تکرار لپاره فرصت نشته، مبارزې ښځې باید دغه خطرونه په دقیق ډول درک او څرګند کړي. پورته او نور لاملونه، د ښځو د یووالي، همغږي او انسجام لپاره د وخت له غوښتنې سره سم تر ټولو لویه انګېزه ده. د ټولشموله حرکتونو د رامنځته کېدو پر وړاندې هر ډول غفلت د تدریجي مرګ او د آزادۍ د څراغ د مړکېدو لامل کیږي.