۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان له خلکو سره په خپلو مرستو د کې کموالي اعلان کړی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ د وږي په ۱۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سازمان د بودیجې د کمښت له امله اړ دی، څو روانه میاشت په افغانستان کې د دوه میلیونو اړمنو کسانو نومونه د مرستو له نوملړ څخه وباسي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په روان کال په افغانستان کې د هغو اړمنو کسانو شمېر چې د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستو بې برخې شوي، لس میلیونو ته رسېدلي دي.
دغه بنسټ زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د خوړو نړۍوال پروګرام یوازې په افغانستان کې له درې میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.
په بیان کې د نړۍوال خوراکي پروګرام د مشر او استازي شا وي لي په حواله راغلي: «د لوږې او تغذیې د خطرناکې کچې په بهیر کې، موږ اړ یو چې د لوږې او هغو کسانو ترمنځ یو انتخاب کړو چې د سختې لوږې له امله یې ژوند په خطر کې دی.»
لي زیاته کړې: « هغه لږې سرچینې چې راپاتې دي، موږ نه شو کولای د ټولو هغو کسانو لپاره یې چمتو کړو چې په بشپړه توګه د بې وزلۍ په څنډه کې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی چې دغه سازمان په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
خو دغه سازمان له مرستندویه دولتونو غوښتي چې د بشري فعالیتونو لپاره د مرستو رسولو ته لومړیتوب ورکړي.
د ویلو ده، چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري ډېره شوې، د ښځو او نجونو پر کار د دې ډلې بندیزونو په هېواد کې بشري ناورين او لوږه زياته کړې ده.
خو د طالبانو مشر په دې وروستیو کې په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د نړۍوالو سازمانونو له لوري په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په اړه وړاندوینې ناسمې ثابتې شوې دي.