۸صبح، کابل: د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ تشخیص او درملنه نشته او د دې ناروغۍ لپاره درمل او مصرفېدونکي توکي باید په منظم ډول عمومي روغتیایي مرکزونو ته ورسول شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبې ورځ د وږي په ۲۸مه یو راپور خپور کړی، چې که دا تشه ډکه نه شي، په افغانستان کې د ملاریا د شدیدې ناروغۍ ګواښ شته دی.
دغه بنسټ ویلي چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته تشو په غبرګون کې یې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت له ۲۵ روغتونونو سره یې خپلې مرستې زیاتې کړې دي.
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، د روان کال د سپټمبر له پيل راهيسې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې له ۴ سوه زرو زياتو ناروغانو ته د ثانوي روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړين درمل او روغتيايي وسايل برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي میاشتې په ۲۶ مه، د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال وجهي صندوق خبرداری ورکړی و، چې اقلیم بدلون او جګړې د نړۍ له درېیو وژونکو ساري ناروغیو سره د مبارزې هڅې اغیزمنې کړي.
د ویلو ده چې، چې تېره ورځ ترکیې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه ۱۸ ټنه طبي توکي افغانستان ته ولېږل.