په کابل کې د امریکا سفارت د مې د درېيمې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې له امله، د افغانستان له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ تر سرلیک لاندې بیانیې په خپرولو سره، د افغانستان له خبریالانو او آزادو او خپلواکو رسنیو خپل دوامداره ملاتړ اعلان کړی دی.
دغه بیانیه د اروپايي ټولنې له خوا هم خپره شوې ده، د امریکا سفارت ویلي چې له خپلو نورو متحدینو سره په ديپلوماتیکو ماموریتونو کې په ګډه د افغانستان له رسنیو ملاتړ کوي.
د امریکا د سفارت په بیانیه کې، رسنۍ په تېرو شلو کلونو کې یوه لویه لاس ته راوړنه بلل شوې ده. د امریکا سفارت او دیپلوماتیکو ماموریتونو ویلي چې په راتلونکو کلونو کې به هم د افغانستان له رسنیو ملاتړ وکړي او دا بریاوې باید خوندي شي.
په بیانیه کې ویل شوي چې آزادې او خپلواکې رسنۍ او د رسنیو پياوړې برخه د داسې هېواد په توګه چې له ټولو پرګنو استازیتوب کوي د یوه ټول ګډونه افغانستان اساسي معیار دی.
ددغې بیانیې په یوه برخه کې راغلي: «خبریالان او د آزادو او خپلواکو رسنیو موسسې، له فساد سره د مبارزې او دقیقو او د باور وړ مالوماتو ته د لاسرسي لپاره د باور وړ بلل کېږي. رسنۍ د خلکو او د سولې له بهیره د ملاتړ په اړه د ګډ درک او د کړکېچ د سیاسي حل لارې لپاره ارزښت لري.»
نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې له افغان خبریالانو ملاتړ، د دوی د حقونو لپاره مقاومت او د بې ځایه او غیرموجه محدودیتونو د لګولو مخالفت کوي. د افغانستان له رسنیو د ملاتړ په بیانیه کې ویل شوي چې ډېر کارونه تراوسه پاتې دي چې باید ترسره شي. د خبریالانو خوندیتوب او د هغو کسانو لپاره د عدالت اجرا چې د خبریالانو په وړاندې جرمونه کوي، هغه کارونه دي چې د نړیوالې ټولنې په باور باید ترسره شي.
د امریکا سفارت او په کابل کې مېشتو دیپلوماتانو تایید کړې چې ښځینه خبریالانې او د رسنیو متخصصین له خطر سره مخامخ دي او د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د عاملینو خوندیتوب او معافیت یوه جدي ننګونه ده چې د وېرې یوه فضا رامنځته او د رسنیو برخې توانمني یې محدوده کړې ده.
د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د افغانستان آزادې او خپلواکې رسنۍ په ستونزو ترلاسه شوې دي. افغانانو په دې لاره کې خپل ځواک، توان، پیسې او آن ژوند له لاسه ورکړی او نړیواله ټولنه له دغو ارزښتونو ملاتړ او دفاع ته ژمنه ده.
له بلې خوا، د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره په یو وخت وايي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي په تېر یوه کال کې ۲۳ سلنه زیات شوي دي.
د نی بنسټ اجرايي رییس مجیب خلوتګر د غويي په څوارلسمه نېټه په خبري ناسته کې وویل چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د مې له درېيمې د ۲۰۲۱ کال د مې تر درېيمې پورې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۳ پېښې ثبت شوې دي. هغه زیاته کړه چې په دغو تاوتریخواليو کې ۱۶ د وژنو، ۱۵ د ټپي کولو، ۱۶ د وهلو ټکولو، ۴۸ د سپکاوي، درې د تښتونې، اوه د ناکامه برید، څلور د نیولو او دوه د خبریالانو پر کورنیو د برید پېښې ثبت شوې دي. د دغه بنسټ اجرايي رییس جوته کړه چې په تېر یوه کال کې د خبریالانو د وژنو پېښې زیات شوې دي. هغه وویل چې په تېر یوه کال کې ۱۶ خبریالان وژل شوي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې دا شمېر یوازې اوه مورده و.
خلوتګر زیاته کړه: «تېر کال د وژنو شمېر اوه و، خو اوس ۱۶ ته رسېدلی دی، په دې مانا چې د خبریالانو د وژنو پېښې ۲۲۸ سلنه زیاتې شوې دي.»
اخوا، د رسنیو د آزادۍ دوه دفاع کوونکي بنسټونه په افغانستان کې د رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
د رسنیو د آزادۍ د ورځې په مناسبت، د بې پولې خبریالانو بنسټ او د افغانستان د ښځینه خبریالان د ملاتړ بنسټ په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د سخت حالت په اړه خبرداری ورکړ.
د دغو بنسټونو په ګډه خبرپاڼه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د دوحې له تړون او د بین الافغاني مذاکراتو له پيله اته میاشتې وروسته د رسنیو د آزادۍ وضعیت خواشینونکی بلل شوی دی. د دغو بنسټونو د معلومات له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې پر شلو خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو هدفي بریدونه شوي چې له امله يي د څلورو ښځو په ګډون اته خبریالان وژل شوي دي. همدارنګه په دې موده کې دېرش خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ګواښل شوي دي.
د بې پولو خبریالانو او د افغانستان له ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ويلي چې وېروونکې فضا خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو ته زیان رسولی دی.
د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ مسووله فریده نیکزاد وايي چې ښځینه خبریالانې نه یوازې د ناامنیو بلکې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې دي. د هغې په وینا لږ ترلږه سل سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې او یا له دندو ګوښه شوې دي.