۸صبح، بغلان: بغلان کې د طالبانو ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان ځان په ډزو وژلی دی.
د دغو سرچینو په خبره، دا پېښه د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر اوهلسمه غرمه مهال د پلخمري اوړند یوې سیمې کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وايي، دا ځوان عبدالاحد نومېده او ۲۶ کلن و.
د معلوماتو له مخې دغه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان په ډزو وژلی دی.
نوموړي ځوان یو کال مخکې واده کړې و او یو ماشوم زوی یې لاره.