له هغې وروسته چې طالبانو په دغه ولایت کې پر پنځو تنو حد جاري کړ او د خلکو په مخکې یې په درو ووهل، د زابل د اوسېدونکو غبرګونونه یې راپارولي دي.
د زابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د دغه اقدام په اړه چې په عام محضر کې یې پر ۵ تنو حد جاري کړی وايي، چې طالبان شتمن د پیسو په بدل کې خوشي کوي؛ خو پر بېوزلو حد جاري کوي.
د زابل یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي، د طالبانو دا کړنې شرعي حد نه بلل کېږي، ځکه هغه کسان چې په درو وهل شوي، بیاځلي قید هم پر ختلی دی.
د زبل اوسېدونکی امان الله وايي، چې طالبان د اسلامي حدودو په نامه عزتمن بې ابرو کوي او په خبره یې هغه کسان چې د حد وړ دي، د طالبانو په لیکو کې د پېژندګلوۍ یا هم د پيسو په بدل کې ازاد ګرځي.
نوموړی زیاتوي، څو ورځې وړاندې چې طالبانو د خلکو په مخ کې پنځه تنه په درو ووهل، بېوزله کسان وو او د نوموړي د معلومات له مخې لا تر اوسه ورباندې جرم نه و ثابت شوی.
امان الله وايي: «طالبان ځکه دا ډول کړنې ترسره کوي، چې له دې لارې غواړي په خلکو کې وېره پيدا او په زور پر خلکو حکومت وکړي، له دې امله بېګناه خلک بې ابرو او بې عزته کوي، حد ورباندې جاري کوي او شکنجه کوي یې.»
یو بل تن محمدعیسی وویل، طالبان هغه خلک چې شتمن دي، د پیسو په بدل کې خوشي کوي؛ خو پر بېوزلو تش په نوم حد جاري کوي او د خلکو په مخکې یې بې عزته کوي، پر دغو کسانو جرم هم نه دی ثابت شوی نو دوی ولې ووهل شي؟
محمدعیسی زیاتوي: «طالبانو پنځه تنه د زنا په تور ونیول؛ خو د ۱۵۰ لکه پاکستانیو کلدارې په بدل کې یې بېګناه اعلان او خوشي یې کړل. عدالت همداسې وي؟»
نوموړی وايي، چې طالبان په بېلابېلو نومونو خلک ګواښي او ان بندي کوي یې، پر ځینو کسانو حد جاري کوي.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی سیدمحمد وايي، چې غلو یې له بڼ څخه د لمریزې برېښنا هېنداره غلا کړې وه او طالبانو ونیول؛ خو بېرته یې خوشي کړل.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی سیدمحمد وایي: «زما له بڼ څخه ۲۵ شمسۍ غلا شوې، غله مې ونیول خو ماسخوتن بېرته د حوزې کسانو د پیسو په بدل کې خوشي کړل. تر اوسه چا زما د غلا شویو سولري هېندارو پوښتنه نه ده کړې.»
سیدمحمد زیاتوي، نامشروع اړیکې او غلاوې شتمن کسان هم کوي؛ خو حد یوازې پر عامو او بېوزلو خلکو جاري کېږي، چې دا کار د خلکو د خواشینۍ لامل شوی دی.
اخو، یو شمېر دیني عالمان وايي، هغه کسان چې د شریعت له مخې حدود پرې جاري کېږي، وروسته باید ازاد کړل شي؛ خو طالبان د اصولو خلاف دا کسان بیا هم زنداني کوي.
په دې لړ کې، د زابل اوسېدونکي وايي چې طالبان لا تر اوسه د صحرايي محکمو له لارې پر خلکو حکمونه کوي او سزا ورکوي.