تر څو به دا د مړه عرب غاښونه يادوې؟
تر څو به له ډبرو لمن ډکه ګرځوې؟
تر څو به د مکې په ابوجهل پسې ځې؟
تر څو به د عربو غوندې ښځې خښوې؟
تر څو به دا قبرونه خندقونه جوړوې؟
تر څو به دې پر خېټه د جنګ تيږې ماتوې؟
تر څو به لکه مچ غوندې سَرنهکُوني کښېنې؟
تر څو به شُترمُرغه! سر په شګو کې منډې؟
تر څو به ضرباً او ضربا ګردانوې؟
تر څو به لکه اوښ پر دې اغزيو شخوند وهې؟
تر څو به دې پر سر د بېنظيرې دا پرتوګ وي؟
تر څو به د هيرا په قيمت حورې خرڅوې؟
تر څو به دې اولاد لکه پسه حلالوې؟
تر څو به مو عالم ته تاريخونه شرموې؟
تر څو به د مکې پر لور غوږونه کشوې؟
مُلا! ته به تر څو، په موږ کې خلک غږوې؟
دا څوارلس سوه کاله ذوالفقار دی، د خدای پار دی
دا څه د ابوجهل ګوز په تبر ماتوې؟
شېرينه څه په سترګو کې تارونه غځوې
ما کړې درته وخته لا په زړه کې مالیدې
دا څه تورې وريځې د پغمان پر غرونو راغلې
دا څه لکه خوړونه سره اوړي دې سينې
دا ستا د خولې خبرې شا وړې، وړې وړې
دا څه په خوله کې اړوې شېرينې پتاسې
جانانه چې زړګی به دې له څه خبرو ډک وي
د ګوتو تر سرو د ټيکري پيڅکې تاووې
دا څه جادو کوې ته به وا ستا پر بڼو ټال يم
ځنګېږمه چې سترګې اړوې را اړوې
ما واړاوه سعدي له عزازيله تر ای داغه
ما کړې د جامي د زليخا په غېږ کې شپې